ژبه

ایران له عراق او سوریې افغانستان ته د داعشیانو پر لېږد اندېښمن ښودلې

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې هېواد یې افغانستان ته د داعش د مات شوو غړو پر ورتلو او لېږد اندېښمن دی.

د ایران د امنیت عالي شورا مشر علي شمخاني دغه څرګندونې نن په تهران کې سیمه يیزې امنیتي غونډې ته کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان، ايران، هند، چين، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسيې د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړي دي.

شمخاني يادې ناستې ته ويلي، د سوریې او عراق په جګړو کې د داعش مات شوي غړي د افغانستان او سیمې د امنیت خرابولو لپاره، افغانستان ته روان دي.

نوموړي زياته کړې چې د دغو امنیتي ستونزو ختمول د ټولو دنده ده.

هغه زياته کړې: “یوه امنیتي اندېښنه، افغانستان ته د عراق او سوریې په جګړو کې د داعش د مات شوو غړو انتقال دی؛ دوی غواړي چې له دغه ځایه په افغانستان او ورڅېرمه ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړ او پلي کړي. “

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب ویلي چې ځواکونو یې د داعش ډلې ته سخته ماتې ورکړې ده.

ښاغلي محب هم په ایران کې په دې امنیتي غونډې کې برخه لري، دا په ایران کې دویمه دا ډول غونډه ده چې د افغانستان په اړه پرې بحث کېږي.

خو د افغانستان د ملي امنيت سلاکار يادې ناستې ته ويلي چې افغان ځواکونو په ختيح او شمال- ختیځو ولایتونو کې د داعش ډله او د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ تر بل هر وخت زیات ځپلي دي چې یو شمېر یې پاکستان ته وتښتېدل، ځیني ووژل شول او یو شمېر نور له طالبانو سره یو ځای شول.

نوموړي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ او افغان ځواکونو په ملاتړ ټينګار وکړ.

محب ویلي: “د افغانستان امنیتي ځواکونه یوازې په خپل هېواد کې د امنیت او دایمي سولې لپاره نه، بلکې د سیمې د ثبات لپاره جنګېږي، په افغانستان کې د ثبات د ضمانت یوازېنۍ لار، د افغان ځواکونو ننګه ده چې د سیمې او امنیت ثبات ته لار پرانیزي. “

د يادونې ده، ولسمشر غني څو اوونۍ مخکې ننګرهار ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د داعش ډلې د ماتې اعلان کړى و.