ژبه

افغانستان د سعودي د سويلي اسيا موسسې سره د راتلونکي حج د خدماتو تړون لاسليک کړ

کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د عربستان سعودی هیواد د سويلي اسیا موسسې ترمنځ د ١٣٩٩ کال حاجیانو لپاره د اساسي خدماتو د قرارداد هوکړه په مکه مکرمه لاسلیک شوه.

د ياد وزارت لخوا دلړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ د حج د مقدماتي چارو د پرمخ وړلو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ په مشرۍ یو پلاوى سعودي عربستان هېواد ته سفر وکړ.

سرچينېزياته کړې، ياد پلاوى  د سويلي اسیا موسسې سره د ١٣٩٩ کال دحاجیانو چارو د تنظیم او د مکتبونو د خدماتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

د حج ، ارشاد او اوقافو وزير مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د حج د تېر کال پروسه د سويلي اسیا مؤسسې سره په همغږۍ بریالۍ وبلله او ددې بنسټ د مکتبونو له خدماتو یې مننه وکړه.

نوموړي همدارنګه د ځینو هغو نیمګړتیاؤ او نواقصو یادونه یې هم وکړه چې تېر کال د حج په پروسه کې ورسره مخ شوي وو.
منيب له یادې مؤسسې و غوښتل چې په مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د نورو اسانياوو ترڅنګ د رېل تمځای ته نږدې خېمې په نظر کې ونیسي.

د حج وزير زیاته کړه، د تېرو کلونو تجربو ته په کتو چې د مکتبونو ډېروالی و، د حاجیانو د ښه تنظیم لپاره راتلونکی کال له محدودو مکتبونو څخه استفاده وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سويلي اسیا مؤسسې ریيس د افغاني پلاوي د نظرونو وړاندیزونه له اورېدلو وروسته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

سرچينې و يلي، په پای کې د ١٣٩٩ کال حاجیانو ته د اساسي خدماتو له پاره د (العقد الموحد لتقدیم الخدمات الأساسية للحجاج) تر نامه لاندې د قرارداد هوکړه لاسلیک شوه.

د يادونې وړ ده، چې د تېر حج چارې د حج وزارت پر ځاى د تدارکاتو ملي ادارې لخوا پرمخ وړل شوې وې، چې د پژواک موندلو ښودلې چې حاجيانو ته سم خدمات نه وو وړاندې شوې او حاجيان  له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شوي وو.