Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناټو: افغان دولت او طالبان بايد د سولې مخامخ خبرې پيل کړي

ګردېز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۸): د ناټو د ملکي سفير مرستياله، سوله د افغانستان تر ټولو مهمه اړتيا بولي او ټينګار کوي چې د سولې د ټينګښت لپاره د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرې اساسي چاره ده.

هولي هولزر د سوېل ختيځ زون مرکز ګردېز ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له ځينو ځوانانو او خبريالانو سره په ناسته کې وويل چې ناټو د سولې په پروسه کې همکارۍ ته ژمنه ده.

نوموړې له پژواک سره د مرکې پر مهال وويل، د دې سيمې له ځوانانو سره يې خبرې وکړې چې د سولې په تړاو بايد راتلونکي ګامونه څه او څنګه وي او له کومو لارو په ياده پروسه کې دايمي پرمختګونه راتلای شي؟

هولي هولزر وايي، ناټو همکاري کوي چې ټولې خواوې، چې د سولې لپاره ژمنې دي، د سولې د ټينګښت لپاره سره راټولې کړي.

هولزر زياته کړه:((ناټو به د افغان ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د سولې لپاره فضا برابره کړي. د سولې لپاره دواړو خواوو افغان دولت او وسله والو طالبانو ته ضرور ده چې سره کېني او د افغانانو د سولې او نېکمرغۍ لپاره سره خبرې وکړي.))

د ناټو د ملکي سفير مرستياله هولي هولزر وايي چې د ټاکنو پروسه هم له نږدې تعقيبوي او هيله يې څرګنده کړه چې ټولې ټاکنيزې ډلې به ټاکنيزو کمېسيونونو ته په درناوي د ټاکنو پايلې ومني.

هولزر پژواک ته وويل: ((ناټو د ټاکنو پروسه له نږدې تعقيبوي او هيله من يو چې ټولې ټاکنيزې ډلې يې پايله ومني.))

په ورته وخت کې د يادې ناستې ګډونوال وايي چې د ناټو له يادې استازې سره يې د سولې په پروسه کې د ياد بنسټ په رښتينې همکاري ټينګار وکړ او له دوی يې وغوښتل چې د ترهګرو پر تمويلوونکو هېوادونو لازم فشار راوړي.

د دوی له ډلې د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي چې هېڅ افغان د سولې مخالف نه دی او اقتصادي فقر، د نشه يي توکو او کاني زېرمو قاچاق د جګړې لوی عوامل دي.

احمدي پژواک ته وويل چې طالبان په څو ډلو وېشل شوي او هغه کسان يې چې غواړي له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي، د ګاونډي پاکستان له خوا تر فشار لاندې نيول کيږي.

نوموړی وايي: ((امريکا، ناټو او نړيواله ټولنه بايد د سولې لپاره په واقعي معنى او جديت کار وکړي؛ ځکه دا د ټولو، په تېره د افغانانو لپاره تر هر څه مهمه ده. دوی بايد پر پاکستان واقعي فشار راوړي او له طالبانو سره هم ډېره نرمي زيان لري.))

مدني فعاله نجما ځلا وايي چې د سولې د پروسې سربېره په ګڼو ټولنيزو برخو کې لا هم د ښځو ونډه پيکه ده او د هغوی اقتصادي پياوړتيا او نورو برخو کې د ګډون زياتېدل د ټولنيز انډول په ساتلو کې مهم رول لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.