کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): کابينې د دې ترڅنګ چې د کار قانون نوې طرحه، د کان کېندنې مقررې طرحه او د بشري منابعو کادر مقررې طرحه په پرنسيب کې تائيد کړي، لارښوونه کړې چې له مخالفينو پاکو شويو ولسواليو کې دې له خلکو سره مرستې وشي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
سرچينه زياتوي، لومړی جمهور رئیس غني د هغو ولسوالیو پر وضعیت خبرې وکړې چې له طالبانو او داعش ډلو پاکې شوې دي او په دې ولسوالیو کې ستونزو او خنډونو ته په پام یې، ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارله چې له هغوی سره د مرستې په موخه په مختلفو برخو کې د مرستو واضح بستې برابرې او اقدام وکړي.
سرچينه کاږي، په همدې ترتیب جمهور رئیس د جګړو او طبیعي پېښو له امله دکورنیو بېځایه شویو وضعیت ته په پام د کابینې غونډې ته دنده وسپارله چې د کورنیو بېځایه شویو د ستونزو له منځه وړلو لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي. همداراز یې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت موظف کړ، ترڅو د احصائیې او معلوماتو ادارې په همکارۍ په هېواد کې د هوا حالاتو ته په کتو خلکو ته د مرستې رسونې لپاره لازمې برنامې په پام کې ونیسي او په ژمي کې د خلکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره لازم تدابیر ونیسي، همداراز مالیې وزارت به د تمویل په برخه کې د هغوی همکاري کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اجنډا پر اساس، عدلیې وزیر د کار قانون نوې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته، یاده طرحه په پرنسیب کې تایید کړه.
ورپسې، عدلیې وزیر د کان کېندنې مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې تر بحث او دقت وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ یاده طرحه د غونډې د یادونو پر اساس تصحیح او نهایي کړي.
د غونډې په دوام، د بشري منابعو کادر مقررې طرحه د عدلیې وزیر له لوري غونډې ته وړاندې شوه چې د کابینې له لوري په پرنسیب کې تصویب شوه.
ورپسې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د کار ملي پالیسۍ غونډې ته مطرح کړه او کابینې هغه په پرنسیب کې تصویب کړه، کار او ټولنیزو چارو وزارت یې موظف کړ چې یاده پالیسي د غونډې د یادونو پر اساس تصحیح او د تخصصي کمېټې تر تائید وروسته نهایي کړي.
وروسته؛ د پرانیستې حکومتولۍ سکرتریت رئیس، د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ د دویم ملي عمل برنامې ژمنې غونډې ته وړاندې کړې او کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ دویم ملي عمل برنامې ژمنې تصویب کړې.
همداراز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس د معاشونو پالیسۍ د تطبیق کمېټو جوړولو چوکاټ سند غونډې ته وړاندې او زیاته کړه، د معاشونو د مدیریت پالیسۍ تطبیق په موخه دوه کمېټې (رهبري او تخنیکي) په پام کې نیول شوي؛ هغوی د کمېټو د مدیریت او سکرتریت لپاره دوه انتخابونه، چې لومړی یې په مشترک او د دویمې د رهبرۍ کمېټې سکرتریت به د مالیې وزارت او د تخنیکي کمېټې سکرتریت به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون پر غاړه وي؛ وړاندیز وکړ چې دویم انتخاب تصویب شو.
په همدې ترتیب، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تغییر برنامې بشري منابعو ستراتیژیک پلان غونډې ته وړاندې کړ او کابینې یاد پلان تصویب کړ.
ورپسې، د مالیې سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې پروژې قرارداد غونډې ته وړاندې کړ چې د کابینې له لوري تصویب شو.
login or register a new account.