فراه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د فراهرود ولسوالۍ په «ابخرما» سیمه کې د «اکوا» او «پاسو» موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
د یادونې ده، په مړه شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم په فراه ښار کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي وو.