ژبه

د شمال ديني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه

مزارشريف (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): د افغانستان د خلاصون لارې شورا وايي چې له امريکايانو سره له توافق مخکې طالبان بين الافغاني مذاکراتو او اوربند ته نه حاضرېږي.

د دې شورا مشر او پخوانى طالب چارواکى سيد اکبراغا د مرغومي په ۱۱مه مزارشريف ښار کې د شمال زون له يو شمېر ديني عالمانو سره په ګډه ناسته کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د تاوتريخوالي کمېدو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه چې د سولې پروسې د پرمختګ په خاطر اړتيا ده چې لومړی له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش ښکاره شي.

اکبر اغا وايي، طالبان له امريکايانو سره له توافق مخکې بين الافغاني مذکراتو او اوربند ته نه حاضرېږي.

د خلاصون لارې شورا مشر وويل چې لومړی به د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د نهو پړاوونو مذاکراتو پايله د يوې هوکړې په توګه لاسليکېږي او له هغه  وروسته به بيا پر بين الافغاني خبرو باندې بحث کېږي.

د هغه په خبره، د سولې په پروسه کې د ښه نيت ښکاره کېدو په خاطر بايد د جګړې ښکېل اړخونه له ټولو هغو اقداماتو ډډه وکړي چې زيان يې عامو خلکو ته رسېږي.

د بلخ ولايت ديني عالم مولوي عبدالرووف توانا پژواک ته وويل چې په هېواد کې د روانې بدبختۍ تر ټولو ستر لامل جګړه او نا امني ده.

د هغه په وينا، جګړه هغه وخت پای ته رسېدای شي چې افغانان خپل منځ کې سره کېني او لاسونه سره يو کړي.

دغه ديني عالم هم د بهرنيو ځواکونو موجوديت د سولې لپاره ګټور نه بولي او غوښتنه کوي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش بايد مشخص شي.

نوموړی وايي چې د روانې جګړې ټول زيان افغانانو ته رسېږي چې له امله يې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي.

توانا له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د سولې پروسې برياليتوب لپاره خپل ښه نيت څرګند او اوربند اعلان کړي.

بل ديني عالم مولوي عبدالرحيم عرفاني چې له سرپل ولايت څخه يې په دې غونډه کې ګډون کړی و، پژواک ته يې وويل چې له اوربند پرته د سولې مذاکرات محسوسه پايله نه شي درلودای.

login or register a new account.