کابل ( پژواک، ١٢ مرغومى ٩٨) : امريکا وايي چې که طالبان غواړي له دوى سره خبرو ته ادامه ورکړي؛ نو بايد لومړى په افغانستان کې تاوتريخوالى کم کړي.
دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا سفارت يوه چارواکي د مرغومي په١٢ مه، له افغان خبريالانو سره د يوې ناستې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، د تاوتريخوالي کمول او له بين الافغاني مذاکراتو سره اوربند کول مخکيني شرطونه دي چې بايد طالبان يې عملي کړي.
خو طالبانو تېره اوونۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اوربند څخه کلک انکار کړى او ويلي يې دي چې د اوربند په اړه هېڅ تصميم نه لري.
دغه امريکايي چارواکي وويل :(( موږ انتظار کووچې د طالبانو د قطر دفتر پلاوي په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په اړه سلا مشورې کړې وې او موږ په جريان کې کړي.))
د امريکا دسفارت دغه سرچينه وايي، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د امريکا ځانګړى استازى بېرته قطر ته ستون شي او د طالبانو له پرېکړې څخه ځان له نږدې څخه خبر کړي.
خو يوې بلې سرچينې وويل ، ټاکل شوې ده چې زلمى خليلزاد د راتلونکې اوونۍ په پيل کې قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره به د يو ځل بيا خبرو پيلولو په اړه له هغوى سره سلا مشورې وکړي.
د سفارت ياد چارواکي زياته کړه، تر اوسه د تاوتريخوالي کمولو په برخه کې کوم پرمختګ نه دى شوى ، دوى د طالبانو ځواب ته منتظر دي.
هغه وايي چې اوربند د بين الافغاني مذاکراتو لپاره اړين ځکه دى چې افغان حکومت دا يو مخکينى شرط ايښى دى، خو امريکا غواړي چې طالبان له دوى سره د خبرو بيا پيلولو مخکې کم تر کمه تاوتريخوالى کم کړي.
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې تړون سره به جګړه ختمه شي وويل، کېداى شي په طالبانو او افغان حکومت کې دننه ځينې کړۍ له سولې سره مخالفت وکړي، دغه راز دداعش او نورو ترهګرو ډلو شتون هم يوه اندېښنه ده.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو له لسو ورځو يا اوونۍ اوربند سره موافقه کړې ده.
خو د طالبانو له خوا د مرغومي په ٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و : (( واقعيت دا دی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکایانو د جګړې د حجم او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت په جهت کې په همدې مشخصه مسئله مشورې روانې دي. ))
login or register a new account.