ژبه

سرور دانش: د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره جوړ شوي پروګرامونه دې بیا و ارزول شي

کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٨): د ولسمشر دویم مرستیال امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د جنايي جرمونو مخنیوي لپاره جوړ شوي پرواګرامونه دې ژر تر ژره بیا وکتل شي.

د ولسمشرۍ ریاست د دویم مرستیال د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي، سرور دانش دغه مطلب نن له امنیتي مسوولینو سره په یوه ناسته کې شریک کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې چې د ملي امنیت مرستیال علي احمد اصغري او کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل هم ګډون درلود «نا امنۍ، وسله والې غلاوې او د کابل په لوېدیځ کې د جنايي جرمونو زیاتېدو» ستونزې و ارزول شوې او په ټول کابل په ځانګړې توګه د کابل لوېدیځ کې جنايي جرمونه، لار شکونې او د وسله والو غلاوو زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.

د ولسمشر دویم مرستیال په دې ناسته کې امنیتي مسوولینو ته امر وکړ چې له جرمونو سره د مقابلې لپاره دې ژر تر ژره په کشفي پروګرامونو کې د امنیت د ټینګښت او له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره مخکې تدابیرو ته بیاکتنه وکړي.

دانش په داسې حال کې چې د پولیسو او امنيتي حوزو لومړنی دنده یې د خلکو د امنیت ساتل وبلل وویل، د خلکو د امنیت ساتنې او د جنايي جرمونو د مخنیوي په تړاو د کابل ښاریانو غوښتنو ته د رسېدو په په برخه کې هر ډول غفلت او ناغېړي د منلو وړ نه ده.

د دولسمشر دویم مرستیال دې ته په اشاره چې د جرمونو ګراف صعودي دی وویل: ((مسوولې ادارې د کابل ښاریانو د امنیت ساتنې لپاره مکلفې دي چې د امنیتي حوزو د امرینو د اجرااتو بهیر، وړ او دندې ته ژمن کسانو ګومازنې، تقویې او د امنیتي حوزو د نظامي پرسونل د مجهز کولو دقیق نظارت وکړي او د اړتیا پر مهال دې ورته بیا کتنه وکړي.))

په ورته وخت کې د ملي امنیت مرستیال علي احمد اصغري او د کابل امنیه قوماندان محمد روشندل د کابل ښار په ځینو امنیتي حوزو کې د جنايي جرمونو د کچې د زیاتېدو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې یو تریخ حقیقت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه زیاته شوې ده.

login or register a new account.