کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) وايي چې په ايران کې د اوکراين ويشتل شوې الوتکه کې ١٣ افغانان مړه شوي دي.
د اوکراين دغه الوتکه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د تهران د امام خميني له هوايي ډګره تر الوتنې څو د قيقې وروسته ووېشتل شوه او ولوېده.
په دې الوتکه کې د عملې او مسافرو په ګډون ټول ١٧٦ کسان وژل شول چې لس په کې افغانان او په نورو قربانيانو کې ډېرى ايرانيان او کاناډايان وو.
د ايران دولتي ټلوېزيون د مرغومي په ٢١مه خبر ورکړى چې د پوځ له لومړنيو پلټنو ثابته شوې چې دا الوتکه په تېروتنې سره ويشتل شوې ده.
له ارګه د مرغومي په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پر دې پېښې سخته خواشيني څرګنده کړې او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي ښودلې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې ١٣ افغانان مړه شوي او د افغانستان دولت هڅه کوي چې د هغوى د جسدونو له پېژندلو وروسته لازمې مرستې وکړي.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د PS752 الوتکې د سقوط قربانیانو کورنیو لپاره د نړیوالې همغږۍ او غبرګون ډلې د تشکیلېدو طرحه چې د کاناډا له خوا جوړه شوې، تايید کړه.
سرچينې زياته کړې، ادريس زمان د کاناډا د بهرنیو چارو له وزیر فرانسوا – فیلیپ شامپاین او د نورو هغو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د راغورځېدو له پېښې اغېزمن شوي، ګډې ټیلېفوني خبرې اترې وکړې.
دوی هوکړه وکړه چې د قربانیانو کورنیو لپاره به د نړیوالې همغږۍ او غبرګون ډله رامنځته کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټولو ګډون کوونکو هېوادونو د الوتکې راغورځېدو د لاملونو په تړاو د بشپړې او شفافې پلټنې پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د قربانیانو کورنۍ او دوستان هغه ځوابونه ترلاسه کړي چې دوی يې مستحق دي.
دوی همداراز هوکړه وکړه چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به خپلو نږدې اړیکو او ګډ کار او همداراز د دې غمجنې پېښې د شفافیت او حساب ورکړې ډاډمنولو په موخه له نورو نړیوالو همکارانو سره هم خبرو اترو ته دوام ورکوي.
په خپرپاڼه کې راغلي: ((د پېښې په اړه د ایران حکومت د وروستي اعلان پر بنسټ، موږ په ټولو هغو هېوادونو چې له دې پېښې اغېزمن شوي، غږ کوو چې د شفافیت او حساب ورکړې ډاډمنولو او همداراز د قربانیانو کورنیو ته د اړینو معلوماتو او مرستې وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ساحه پراخه کړي او له نږدې په اړیکه کې پاتې شي.))
login or register a new account.