کابل (پژواک، ۲۵ مرغومى ۹۸): د ارشاد حج او اوقافو د سرپرست وزیر عبدالحکيم منيب او د ولسي جرګې د پخواني وکيل ملاتره خېل محمدي ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه روغه جوړه وشوه او جرګې ملا تره خېل درې سوه زره ډالره نغدي جريمه کړ.
د روان لمريز کال د وږي د مياشتې په ۱۶ مه مولوي منيب ادعا کړې وه، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي او د هغه وروڼو او ملګرو يې سپکاوی او فزيکي شخړه ورسره کړې وه.
ده ويلي و:"دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلې له خپل ټوپک او زوره د غیر قانوني ګټې اخیستنې هڅه کړې او زه یې ګواښلی يم".
بل پلو، ملا تره خېل محمدي بيا هغه مهال رسنيو ته ويلي و چې له منيب سره پر کاري مسايلو او د خپلو خلکو د حقونو په اړه غږېده چې خبرې په لفظي شخړې واوښتې.
وروسته بيا ولسمشر اشرف غني دغه قضيه لويې څارنوالۍ ته محول کړې وه، خو تر اوسه څارنوالۍ په دې اړه کومه پرېکړه نه وه کړې.
د حج او اوقافو د سرپرست وزير مولوي منيب او ملا تره خېل ترمنځ د شخړې د هواري په موخه يوې قومي جرګې له څه مودې راهيسې هلې ځلې پيل کړې وې چې په پايله کې يې نن د مرغومي په ٢٥مه، په کابل کې ديوې سترې غونډې او جرګې پر مهال ددوى روغه جوړه وشوه.
په دې غونډه کې ګڼ شمېر دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو، سياسيونو ، قومي مخورو او د دواړو لوريو غړو برخه اخيستې وه.
ددغې جرګې يوه غړي محمد عمر هوتکي غونډې ته وويل چې يوې څوارلس کسيزې جرګې له دواړو لوريو څخه وکالت اخيستى و او نن يې پرېکړه وکړه.
د هغه په وينا، د مولوي عبدالحکيب منيب ټولنیز شخصیت ته په کتلو دغې جرګې پرېکړه وکړه چې ملاه تره خېل به درې سوه زره امریکایي ډالر جریمه او دوه پسونه به دده کورته د ننواتې په توګه ور وړي.
د ولسي جرګي پخواني غړي مولوي محمد تره خېل محمدي په نننۍ غونډه کې وویل، سوله او جرګه کول افغانانو ته له پلرونو پاتې يو دود دی او خلک تل باید خپلې ستونزې د جرګو له لارې حل کړي.
ده زیاته کړه:«منیب صاحب د جهاد له وخته زما د پلار ملګری و، مخکې هم زما ورور و او اوس هم زما ورور دى، زما د کورنۍ د غړو او د منیب صاحب ترمنځ چې کومه لانجه رامنځته شوې وه زه له منیب صاحب نه بښنه غواړم.»
هغه د جرګې له لوري د هرې پرېکړې د منلو اعلان وکړ.
login or register a new account.