ژبه

غزني ښار (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): د غزني اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د روان مالي کال په بودجه کې د دغه ولايت له ١٨ څخه يواځې د پنځو ولسواليو لپاره پراختيايي بودجه په نظر کې نيول شوې چې له امله يې دوى اندېښمن دي.

دوى زياتوي چې د دغه ولايت يو شمېر ولسواليو ډېرې سيمې امن دي خو دوه ګونی چلند ورسره شوى او هېڅ ډول پروژه ورته په نظر کې نه ده نيول شوې.

په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي عبدالمجيد ژړاند د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان مالي کال په بودجه کې د دغه ولايت د هغو ولسواليو لپاره پروژې په نظر کې نيول شوې چې په ولسي جرګه کې استازي لري.

هغه وايي: ((لس کاله کېږي چې د ناهور، مالستان او جاغوري وکيلان په ولسي جرګه کې ناست دي، همدې ولسواليو لپاره ډېرې پروژې په پام کې نيول شوې دي.))

نوموړي نيوکه وکړه چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د غزني ١٤ پښتون مېشتو ولسواليو ته هېڅ کار نه دى شوى.

دغه راز مدني فعال محمد عيان هم وايي چې په سږنۍ بودجه کې يواځې د پنځو ولسواليو لپاره پراختيايي بودجه په نظر کې نيول شوې ده.

ده وويل: ((له کومې ورځې چې د غزني پښتانه په ولسي جرګه کې استازي نه لري، کار هم ورته نه دى شوى، په هر څه کې يواځې درې ولسوالۍ په پام کې نيول کېږي.))

همدارنګه د غزني ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع وايي چې ولايتي شورا د غزني لپاره ٤٠ پروژې د ماليې وزارت ته وړانديز کړې وې.

خو دى وايي: ((اوس يواځې د څلورو لپاره بودجه منظوره شوې او څلور نور يې ويلي چې د هند هېواد له مرستو څخه به جوړېږي.))

جامع هم نيوکه وکړه چې د غزني لپاره سږ کال منصفانه بودجه په نظر کې نه ده نيول شوې، بايد غور پرې وشي.

د يادو څرګندونو په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل، دغه موضوع به حقيقت ونه لري چې يواځې دې د دغه ولايت د پنځو ولسواليو لپاره بودجه په نظر کې نيول شوې وي.

هغه وايي: ((موږ په دې اړه پلټنې پيل کړې، که چېرې دغه موضوع حقيقت ولري زه خپله ورپسې کابل ته ځم او پارلمان ته ورځم.))

د يادونې ده، ولسي جرګې د تېرې اوونې د چهارشنبې په ورځ د ١٣٩٩ مالي کال بودجه د رايو په اکثريت سره تصويب کړه.

له دغه تصويب وروسته په ټولنيزو رسنيو کې يو لېست خپور شو چې له مخې يې د غزني د مرکز لپاره پنځه پروژې، د جاغوري ولسوالۍ لپاره ١٤ پروژې، د قره باغ لپاره پنځه پروژې، د مالستان لپاره شپږ پروژې او د اندړ او ناهور ولسواليو لپاره يوه يوه پروژه په نظر کې نيول شوې ده.