ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد: طالبانو سولې پروسه کې دامتياز لپاره ددرېيو ولايتونو د سقوط پلان درلود

خالد: طالبانو سولې پروسه کې دامتياز لپاره ددرېيو ولايتونو د سقوط پلان درلود

author avatar
29 Jan 2020 - 17:35
خالد: طالبانو سولې پروسه کې دامتياز لپاره ددرېيو ولايتونو د سقوط پلان درلود
author avatar
29 Jan 2020 - 17:35

مزارشريف ( پژواک، ۹سلواغه ۹۸) : د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، طالبان يې پرېنښودل چې په روان کال کې خپلو موخو ته ورسېږي.

نوموړي شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان د ټاکلو پر مهال همدا راز وويل، چې سوله د افغان حکومت ابتکار دی؛ خو زياته يې کړه چې طالبان د دغې پروسې پر وړاندې رښتيني نه دي.

جنرال هيبت الله عليزی په رسمي ډول د سلواغې په ۹مه، شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو.

نوموړي وړاندې تر دې د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون د مدير په توګه دنده ترسره کوله.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد يادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې شمال زون کې يې د طالبانو پر ضد پراخ تصفيوي عمليات پيل کړي او زياته يې کړه چې دغه عمليات به نور هم چټک کړي.

هغه زياته کړه، په روان لمريز کال کې يې طالبان پرېنښودل؛ څو خپلو موخو ته ورسېږي و يا هم خپل پلانونه عملي کړي.

خالد وويل: (( طالبانو په روان کال کې غوښتل چې د سولې په پروسه کې د امتياز اخيستو په موخه زموږ درې ولايتونه سقوط کړي؛ خو له نېکه مرغه هغوی نه يواځې دا چې په دې کار کې بريالي نه شول، بلکې هغه ۹ ولسوالۍ هم بېرته ترې افغان ځواکونو ونيولې چې تېرو کلونو کې د طالبانو لاس ته ورغلې وې)).

خالد زياته کړه،د سولې ابتکار د افغان حکومت دی او طالبان يې ګرم وبلل، چې د دغې پروسې لپاره رښتيني نه دي.

د هغه په خبره، حکومت د سولې لپاره ژمن دی؛ خو زياته يې کړه چې نبايد د سولې په نوم د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

خالد وويل، بهرني ځواکونه په ټولو برخو کې له افغان ځواکونو سره همکار دي او هغه اوازې يې هم رد کړې؛ چې ګني ټول بهرني ځواکونه به په يوځايي ډول له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي زياته کړه، چې که احيانا بهرنيان لاړ هم شي؛ نو افغان ځواکونه د خپل هېواد او خاورې د ساتلو او دفاع وړتيا لري.

په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال يورګن بروتز په خپلو لنډو خبرو کې وويل، چې ياد ماموريت به له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، که څه هم د افغان سولې برخه کې کار شوی؛ خو زياته يې کړه چې په دې برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتيا ده.

جنرال بروتز وويل، د افغانستان ستونزې ته د حل پيدا کېدو برخه کې به له افغان لوري سره همکاري وکړي.

په ورته مهال د ۲۰۹ شاهين قول اردو لپاره نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال هيبت الله عليزي په خپلو خبرو کې وويل، چې ټوله هڅه به يې د شمال زون د خلکو امنيتي خونديتوب وي.

نوموړي زياته کړه، په لومړي قدم کې به د لويو لارو امنيت تامينوي او همدا راز به په لويو لارو کې د طالبانو چيک پواينټونه له منځه وړي.

د هغه په وينا، ملي اردو يو ملي ځواک دی او ټوله هڅه به يې دا وي، چې د خپل ماموريت پر مهال يې همدغسې خپلواک وساتي.

نوموړي وويل، افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي او طالبان يې پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وويل، چې شمال زون د افغانستان مهمه برخه ده او بايد د امنيت لپاره يې مرکزي اداره جدي پاملرنه وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.