کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٨) : ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د اردو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال کنت مکینزي سره وکتل.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې په ارګ وشوه، جنرال کنت مکینزي له تروریزم سره د مبارزې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې او د افغان ځواکونو وړتیاوې یې وستایلې.
همداراز دواړو لوریو په سیمه کې د وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي سکتور کې پر دوامدارو تعهداتو بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو د دوامداره همکاریو د قدردانۍ پر مهال وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع وړتیا لري او دغه ځواکونه وتوانېدل چې په افغانستان کې داعش تروریستي ډله وځپي.
login or register a new account.