ژبه

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان سره په اقتصادي برخو کې د همکاريو زياتوالى غواړو

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٨): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغانستان سره د امنیتي برخې ترڅنګ په اقتصادي برخو کې هم د همکاریو زیاتوالی غواړي او هیله لري اقتصادي راکړه ورکړه او سوداګري نوره هم زیاته شي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار وویل، افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو پراختیا ته ژمن دی او هیله لري چې له ترکمنستان سره یې هم اړیکې تر اوسني حالت بهترې او دوه اړخیزې همکارۍ زیاتي شي.

نوموړي په خاصه توګه، د سرحدي امنیتي همکاریو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر زیاتوالي بحث وکړ.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی له افغانستان سره د امنیتي برخې ترڅنګ په اقتصادي برخو کي هم د همکاریو زیاتوالی غواړي او هیله لري چې اقتصادي راکړه ورکړه او تجارت نور هم زیات شي.

ده زیاته کړه، دواړه هېوادونه ګڼ شمېر اقتصادي فرصتونه لري چې باید پر وخت او زمان ورڅخه ګټه پورته شي. هغه مشخصاً د ټاپي پروژې په برخه کې د فعالیتونو پر چټکتیا ټينګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د سرحدي امنیت او د ټاپي پروژې او همداراز د تجارت او ټرانزیټ برخو د ودې لپاره به نور اقدامات هم کوي.

دغه راز د ملي امنیت سلاکار د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره کتلي دي.

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر محب په دې لیدنه کي وویل، افغانستان له ګاونډیانو سره د خپلو ګټو او د بهرني سیاست د واضح تعریف پر اساس مستقل روابط لري او هیله لري چې د همدې تعریف په رڼا کې یې له ایران سره هم اړیکې غښتلې شي.

ده زیاته کړه، افغانستان د دولت په دولت اړیکې غواړي او امید لري، چې همسایه ګان او شریکان یې هم دې ټکي ته په پام سره له افغانستان سره د خپلو اړیکو راتلونکی او مسیر وټاکي.

د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان په دې لیدنه کي وویل، دوی د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې، د افغانستان له برحاله نظام او نافذه قوانینو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، دوی په دې باور دي چې یواځې بین الافغاني مذاکرات په افغانستان کي د دایمي سولې باعث کېږي او اړتیا ده، چې هغې برخې ته توجه زیاته شي.

login or register a new account.