ژبه

ولسمشر د یتیمو ماشومانو غوښتنو ته د رسېدو لپاره خوست ته پلاوی لېږي

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۸): ولسمشر غني د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون له ماشومانو سره ۷۰۰ زره  افغانۍ مرسته کوي، وایي چې د دغه روزنتون لومړنی ښوونځی به د لېسې کچې ته لوړ کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي ولسمشر محمد اشرف غني تېر مازدیګر د یاد روزنتون له ماشومانو سره په کابل کې وکتل.

سرچینه لیکي چې په دې کتنه کې د خوست روزنتون د یتیمانو په استازیتوب بصیر خان خبرې وکړې او ۵۰۰ تنو ته د خوست ولایت د یاد روزنتون د ظرفیت لوړولو، یتیمو ماشومانو ته د ورزش زمینې برابرولو ته د پاملرنې، لېسې ته د روزنتون د ښوونځي لوړولو او په دغه روزنتون کې د نورو یتیمو ماشومانو د شاملولو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور ريیس سره شریک کړل.

ولسمشر له بصیرخان څخه چې د روزنتون د نورو ماشومانو په استازیتوب یې په جرئت او وضاحت د هغوی غوښتنې وړاندې کړې، مننه وکړه، هغوی ته په خطاب کې یې وویل: «د کالیو او نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره تاسو ته دوه سوه زره افغانۍ هدیه کوم او همداراز د ورزش په برخه کې پنځه سوه زره افغانۍ مرسته کوم.»

غني زیاته کړې: «تاسو زما زامن او لوڼي یاست او تاسو پوهېږئ چې د اسلام لوی پیغمبر حضرت محمد (ص) یتیم و او دا په دې معنا ده چې یتیمان لوی کارونه ترسره کولای شي.»

د هغه په وینا، یاد ماشومان هغه وخت خپلو هیلو ته رسېدلی شي چې درس ووایي او د دغه کار جرئت او قوت د هغوی په څېرو کې ښکاري.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر پوهنې وزارت ته لارښوونه کړې چې د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون ښوونځی لېسې لوړولو په اړه وړاندیز ترتیب کړي.

ځینو چارواکو هم په دې کتنه کې خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې حسنا جلیل د ماشومانو د حقونو ملاتړ پالیسۍ او د ماشومانو د حقونو ملاتړ لپاره د مشورتي پروسې پیلولو، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر ۱۸ کلنۍ د کم عمره ماشومانو د ګومارل کېدو مخنیوي او د پولیسو له لوري په غوره ډول د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون ساتنې په اړه معلومات ورکړل.

هغې زیاته کړې: «موږ لومړی دغه پروسه د دارالتادیبونو او روزنتونونو له ماشومانو پیل کړې چې د خوست ولایت روزنتون ماشومانو په متفاوت ډول زموږ کوربه توب وکړ.»

هغې دا هم ویلي چې دوی د ملي پولیسو په استازیتوب د دغو ماشومانو ملاتړ کوي او دغه ماشومان د یووالي، یو بل منلو او راتلونکي ته پاملرنې ارزښتونو پر اساس ژوند کوي او هر یو یې غواړي د ټولنې د ګټورو افرادو په توګه راڅرګند شي.

وروسته د خوست والي محمد حلیم فدایي په یاده ناسته کې ویلي چې د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو له ریاست سره ۴۳۸۹ شهیدان ثبت شوي دي.

login or register a new account.