ژبه

يو شمېر سياستوالو د سولې په خبرو کې پر پرمختګ خوښي وښوده

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ٩٨): د حضرت صبغت الله مجددي د لومړي تلین د غونډې ګډونوالو د سولې خبرو کې پر پرمختګ خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د بین الافغاني خبرو له لارې هېواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي.  

تېره ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې خبرو کې پرمختګ شوی او تمه ده چې د لنډ وخت لپاره د تاوتریخوالیو له کمولو وروسته د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون لاسليک او تر هغه وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

نن پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني او څو نورو چارواکو د حضرت صبغت الله مجددي په یادغونډه کې ګډون او خبرې وکړې.  

د ملي نجات جبهې بنسټ ایښودونکی او د افغانستان د اسلامي دولت لومړنی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي تېر کال د سلواغې په ۲۱مه د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

نن کابل کې د هغه په یاد د جوړې شوې غونډې ګډونوالو، مجددي یو ملي، زړه سواند او د خلکو خدمتګار شخصیت وباله او ویې ویل چې هغه د سولې لپاره هم هلې ځلې کولې. 

مخکيني ولسمشر حامد کرزي په دغې غونډه کې وویل چې د افغانستان پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي او د سولې شورا مخکيني مشر استاد برهان الدین ربانې او نورو مشرانو د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وې او که په هېواد کې سوله ټینګه شي، نو د هغوى ارواګانې به هم خوښې شي.

کرزي د سولې په خبرو کې پرمختګ ته په اشارې وویل: «له تېری شپې راهيسې د سولې په خبرو کې د پخوا په پرتله هيله مندي زیاته شوې ده، خدای دې دا هېواد د سولې خاوند کړي.»

د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د سولې په اړه وروستي پرمختګونه هيله بښونکي دي او د تاوتریخوالیو د کچې راکمول به اوربند او بین الافغاني خبرو ته لاره پرانیزي.

هغه وویل: «دا چې هره ورځ یو نفر کم وژل کېږي، دا د سولې رسېدو لپاره ګام اخيستل دي.»

ده د سولې په برخه کې له پرمختګونو ملاتړ وکړ او هيله یې څرګند کړه چې ژر اوربند وشي او بین الافغاني خبرې پیل شي، تر څو افغانستان کې باعزته او تلپاتې سوله ټینګه شي.

د غونډې بل ګډونوال  محمد یونس قانوني هم وویل: «که څوک فکر کوي چې سوله یواځې حکومت راوستی شي، دا غلطه ده او که څوک حکومت له دغو خبرو جلا کوي او وایي چې سوله یواځې سیاسیون راوستی شي، دا هم غلطه ده.»

هغه د بین الافغانې خبرو د پیل لپاره له سیاسیونو، حکومت او د افغانستان د خلکو په ټولشموله اجماع ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «که د افغانستان حکومت پرته له کومې اجماع جوړولو د سولې بین الافغانې خبرو لپاره داخلیږي، په تیارو کې روان دی او زه ورته مخکې له مخکې د ناکامۍ مبارکي وایم.»

login or register a new account.