کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، طالبان له پلان سره سم د سولې هوکړې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کوي، څو د جنګ د شدت مخه ونیول شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دغو څرګندونو ترڅنګ پر خپل ټویټر لیکلي چې مقابل لوری دې هم د توافقنامي د ټولو برخو په عملي کولو کې خنډونه له منځه یوسي څو سراسري سولې ته لار هواره او افغان ولس له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په لسمه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او په کې راغلي چې د روانې کب میاشتې تر شلمې به ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر تنه د دولت بندیان خوشي شي، خو ولسمشر محمد اشرف غني د دې چارې واک د افغان دولت او په یاده موده کې ناشونی وباله، طالبانو یو ځل بیا پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل او نن امريکايي ځواکونو هم له یوولسو ورځو وروسته هلمند کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد وکړ.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ وایي چې دغه برید دفاعي دی او وروسته له هغه شوی چې طالبانو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان دولتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
ده ويلي چې د طالبانو مشرانو له نړيوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې بريدونه به نه زياتوي او تاوتريخوالى به کموي.
دغه راز د راپورونو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار کړى او زياته کړې یې ده چې پر دې خبره يې له طالبانو سره موافقه کړې ده.
login or register a new account.