کابل (پژواک ١٩ کب ٩٨): په داسې حال کې چې په ارګ او سپېدار کې د لوړې مراسم روان وو، پر همدې مهال کابل ښار کې څو توغندي وتوغول شول.
د محمد اشرف غني د لوړې مراسم په ارګ او د ډاکټر عبدالله بيا په سپېدار کې څه باندې درې بجې پيل شول چې کابو نيم ساعت وروسته په ٣:٤٥ بجو د شاوخوا پنځو توغنديو غږونه واورېدل شول.
د توغنديو د توغولو پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني وينا کوله، خو خبرو ته يې دوام ورکړ او غونډه يې مديريت کړه.
هغه خپله سينه خلاصه کړه او ويې ويل چې زرې يې نه ده اغوستې، بلکې کالي اغوستي او د هېواد او خلکو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
د ارګ مراسم د غني تر وينا وروسته ژر پاى ته ورسېدل.
د پژواک خبريال وايي چې د توغندیو توغېدو پر مهال اجرايه رياست کې عبدالله هم وینا کوله، خو هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او وروسته یاده غونډه هم پاى ته ورسېده.
دا چې دا توغندې په کره ډول چېرې لګېدلي، مالي او ځاني زيانونه لري کنه، دا به وروسته په ډاګه شي.
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن تر غرمې وروسته په ٣:٤٥ بجو د هېواد د دښمنانو له خوا د کابل د څلورمې حوزې له مربوطاتو څخه څلور راکټه چې په سراچې موټر کې ځاى په ځاى شوي وو، وتوغول شول.
ده زياته کړې، يو راکټ د استقلالې لېسې شاته، دوم د کابل سرينا هوټل پر دېوار، درېيم په زرنګار پارک کې او څلورم د کابل ښاروالۍ ته نږدې لګېدلي چې په پايله کې يې يو پوليس برسېرن ټپي شوى دى.
login or register a new account.