مزارشريف (پژواک، ۲۴ کب ۹۸): په بلخ کې سيمه ييز چارواکي تاييدوي چې پر کرونا ويروس اخته یو کس تېره شپه د مزارشريف ښار له ملکي روغتونه تښتېدلی دی.
په مزارشريف ښار کې د بلخ ملکي روغتون امر ډاکتر غوث الدين انوري د کب په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې تر دې مهاله د کرونا ويروس ۲۵ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه چې له دې ډلې يواځې يوه پېښه مثبته ده چې ناروغ يې يارمحمد نومېږي او ۲۰ ورځې وړاندې له ايرانه هېواد ته راګرځېدلی و.
ډاکټر انوري وايي چې يارمحمد دوه ورځې له دوی سره بستر و، خو تېره شپه يې په روغتون کې د هغې خونې د کړکۍ ښيښه ماته کړې او تښتېدلی چې دی په کې بستر و.
د هغه په خبره، دغه ناروغ دولت اباد ولسوالۍ ته تښتېدلی او هڅې روانې دي چې ژر تر ژره بېرته روغتون ته راوستل شي.
د ملکي روغتون امر په خپلو خبرو کې وويل چې کرونا ويروس د وقايې برخه کې يې بشپړ چمتووالی نيولی دی.
ده زياته کړه چې ملکي روغتون کې يې د کرونا ويروس د مشکوکو او مثبتو پېښو د درملنې لپاره ۱۰۰ بستره ځای ځانګړی دی.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې دغه ناروغي جدي ونيسي او روغتونونو ته مراجعه وکړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې پنځه يې هرات، درې سمنګان، يوه کاپيسا او يو د بلخ ولايت دى.
دغه راز شاوخوا ١٦٠ مشکوکې نمونې تر معايناتو وروسته منفي ثابت شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP