کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨) : وسله وال طالبان وايي چې د هېواد په ختيځو سيمو کې يې د داعش ډلې پر ضد چاڼيز عمليات کړي او ددغې ډلې مرکزونه يې تصفيه کړي دي.
د طالبانو له خواد کب په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د ملت په ملاتړ د داعش مرموزه او ظالمه ډله له بېلا بېلو سيمو څخه شړلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغې ډلې يواځې د ختيځو ولايتونو په څو محدودو سيمو کې شتون درلود، چې د وروستيو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يې مرکزونه تصفيه شول.
سرچينې زياته کړې : (( موږ کلکه اراده لرو چې له افغانستان څخه دغه ډله محوه او د تل لپاره يې هېوادوال له زيانونو خلاص کړو او هيڅ کله به داعش ته دا فرصت ورنه کړو چې افغانستان د فتنې مرکز وګرځوي.))
طالبانو له خلکو غوښتي چې داعش ډلې ته د جلب اوجذب، روزنې، بسپنې او نور فعاليت اجازه ورنه کړي، ترڅو ونه توانيږي چې په افغانستان کې د بې ګناه خلکو وينې وبهوي د خلکو ترمنځ کرکه او اختلاف رامنځ ته، افغانانو او نړيوالو ته له افغانستان څخه ګواښ رامنځته کړي.
د يادونې ده، چې داعش ډلې لومړى په ننګرهار ولايت کې نفوذ وکړ او وروسته تر کونړ او نورو ولايتونو ورسېده.
ولسمشر غني څو مياشتې مخکې ننګرهار ولايت ته دسفر پر مهال ددې ډلې د له منځه وړلو اعلان وکړ.
خو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې وويل چې طالبانو ورسره د داعش په له منځه وړلو کې همکاري کړې ده.
دغه راز يوه امريکايي جنرال هم ويلي چې د داعش پر ضد جګړه کې يې له طالبانو سره لوجستيکي مرسته کړې ده.
login or register a new account.