کابل (پژواک، ۲٥ کب ٩٨): د ازموینې ملي ادارې له خوا د ۱۳۹۹ کال د لوړو زده کړو عمومي کانکور او د خصوصي پوهنتونونو ازموینې وځنډول شوې.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو ملي ادارې د پرېکړې له مخې، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو او د ۱۳۹۹ کال عمومي کانکور ازموینې و ځنډېدې.
سرچينه زياتوي، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسوولین او د ازموینو داوطلبان دې تر بلې خبرتیا پورې په تمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون حکومت ټول دولتي او نادولتي ښوونیز بنسټونه د راتلونکې وري میاشتې تر دېرشمې وتړل.
په پام کې وه چې د افغانستان په سړو سیمو کې تعليمي او تحصيلي چارې د وري میاشتې په درېيمې نېټې پیل شي او په ګرمو سیمو کې ښوونیز کال څو میاشتې وړاندې پیل شوی دی.
همدارنګه پرون په بلخ کې د نوروز جشن او د افغانستان ملي اولمپیک کمېټې او بدني روزنې عمومي ریاست له خوا په ټول هېواد کې لوبې هم لغوه اعلان شوې دي.
په افغانستان کې د کرونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې لس په هرات، درې په سمنګان او یوه، یوه په بلخ، کاپیسا او دایکنډي ولایتونو کې دي.
login or register a new account.