منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کانکور او خصوصي پوهنتونونو ازموینې وځنډول شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲٥ کب ٩٨): د ازموینې ملي ادارې له خوا د ۱۳۹۹ کال د لوړو زده کړو عمومي کانکور  او د خصوصي پوهنتونونو ازموینې وځنډول شوې.

د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو ملي ادارې د پرېکړې له مخې، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو او د ۱۳۹۹ کال عمومي کانکور ازموینې و ځنډېدې.

سرچينه زياتوي، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسوولین او د ازموینو داوطلبان دې تر بلې خبرتیا پورې په تمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون حکومت ټول دولتي او نادولتي ښوونیز بنسټونه د راتلونکې وري میاشتې تر دېرشمې وتړل.

په پام کې وه چې د افغانستان په سړو سیمو کې تعليمي او تحصيلي چارې د وري میاشتې په درېيمې نېټې پیل شي او په ګرمو سیمو کې ښوونیز کال څو میاشتې وړاندې پیل شوی دی.

همدارنګه پرون په بلخ کې د نوروز جشن او د افغانستان ملي اولمپیک کمېټې او بدني روزنې عمومي ریاست له خوا په ټول هېواد کې لوبې هم لغوه اعلان شوې دي.

په افغانستان کې د کرونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې لس په هرات، درې په سمنګان او یوه، یوه په بلخ، کاپیسا او دایکنډي ولایتونو کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه