کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٨) : ولسمشر اشرف غني اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې بيړنيو حالاتو ته چمتووالى ولري او زياته کړې چې د اړتيا پر مهال به کرونا سره د مقابلې لپاره ټوله ملي بوديجه بدلوي.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون ماښام په هرات کې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او حکومتي اقداماتو په اړه د ويـډيو کنفرانس له لارې يوې ناستې ته کړې دي.
سرچينې زياته کړې په دې ناسته کې د ولسمشر دواړو مرستيالانو، په سوداګريزو چارو کې ځانګړى استازى، د ملي امنيت سلاکار ، د هرات ځايي چارواکو، خصوصي سکتور، مدني ټولنې، رسنيو ، قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې چې راغلي چې لومړى د هرات والي عبدالقيوم رحيمي او ددې ولايت استازو خپلې طرحې او وړانديزونه ولسمشر غني سره شريک کړل چې څه ډول له کرونا سره مبارزه وکړى شي.
هغوى وويل چې له کابل څخه هم کاري ټيم رسېدلى او په هرات ښار کې د سل بستريز روغتون جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
ولسمشر اشرف غني ددې ويډيو کنفرانس له لارې وويل چې هرات ولايت ملي او نړيواله توجه خپله کړې او حکومت د هرات اهميت درک کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د اړتيا پر مهال به په هرو دوو ورځو کې ورسره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کوي.
ولسمشر د هرات والي ته سپارښتنه وکړه، چې ددغه ولايت د کاري ظرفيت معلومولو لپاره جدي څيړنه وکړي څو د اړتيا پر مهال نوره هم پياوړې شي.
هغه د هرات ولايت د قرنطين کولو په تړاو د چين د سلاکارانو د مشورو په اړه وويل چې په دې اړه بايد جدي بحثونه وشي.
ولسمشر غني زياته کړه : (( د کرونا ناروغۍ د زياتېدو په صورت کې به ټوله ملي بوديجه بدلون مومي او بيا به يې د منظورۍ لپاره ملي شورا ته ليږي.))
نوموړي اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د بيړنيو حالاتو اعلانولو ته دې چمتووالى ولري، پټې وړتياوې دې راښکاره کړي او د حکومت لخوا يې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړده چې د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم د کرونا ناروغي د پراخېدو په حال کې ده، تر اوسه ٢٤ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ١٥ يې په هرات کې دي.
login or register a new account.