کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ٩٩): د اسټراليا لومړي وزير ولسمشر اشرف غني ته د بياځلې پر ټاکل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ هيله څرګنده کړې چې د دوحې د سولې توافق د افغانانو په رهبرۍ په افغانستان کې د سولې او امنیت په تامین بدل شي.
له ارګ څخه د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني ته د ولسمشر په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د اسټرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اسټرالیا لومړي وزیر په خپل پیغام کې د ولسمشر محمداشرف غني د بیا انتخابېدو د هرکلي ترڅنګ په اوسنیو سختو شرایطو کې په ډیموکراتیکه توګه د رای حق څخه د افغانانو د استفادې شهامت ستایلی دی.
نوموړي د مبارکۍ په دغه پیغام کې د دواړو هیوادونو د ملتونو د اړیکو لرغونتوب ته په اشارې په ۱۸۶۰ کال کې اسټرالیا ته د لومړنیو افغان اوښبنو د ورتګ او د یاد هیواد د زیربناوو پراختیا کې د هغوی د رول، د انکشاف په برخه کې د ۱،۴۲ میلیارد استرالیایي ډالرو مرستې او همدارنګه د بین المللي تروریزم تهدیدونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان څخه د استرالیا د ملاتړ یادونه شوې ده.
د اسټرالیا لومړي وزیر همدارنګه د طالبانو ډلې له قید څخه د استرالیایي پروفیسور تیموتي ویکس او کیون کینګ امریکایي د ازادېدو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د همکارۍ قدرداني کړې ده.
نوموړي همدارنګه په پیغام کې تېره میاشت په اسټرالیا کې د ویجاړونکې اورلګېدنې په جریان کې د افغانستان د زعامت پیوستون د دواړو هیوادونو د نږدې او برجسته مناسباتو د نمونې په توګه یاد کړی او مننه یې کړې ده.
لومړي وزير سکاټ موریسن د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ پنځوس کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو ته په اشارې لیکلي: د ۲۰۱۹ کال په جریان کې په سیدني کې په مشترکه توګه د زهره ارکستر تاریخي کنسرت د نمانځلو په ګډون د اسټرالیا په ټولو ایالتونو کې فرهنګي، سیاسي، علمي او اجتماعي برنامې اجرا کېږي.
په پای کې د استرالیا لومړی وزیر سکات موریسن هیله څرګنده کړې چې د دوحې د سولې توافق د افغانانو په رهبرۍ په افغانستان کې د سولې او امنیت په تامین بدل شي.