ښرنه (پژواک، ٥ ورى ٩٩): په پکتيکا کې د ملي امنيت ځواکونو يو صراف د انسان تښتوونکو له منګلو څخه ژغورلى دى.
د پکتيکا د ملي امنيت يوې سرچينې د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې انسان تښتوونکو د ښرنې له ښار څخه يو تن صراف غلام رباني تښتولى و.
هغه وايي چې د ملي امنيت ځواکونو نن دغه ځوان په برمل ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګلو څخه ژغورلى دى.
هغه زياتوي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
تښتول شوي ځوان غلام رباني کڼاوخېل پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د ښار له منځ څخه په فيلډر موټر کې تښتول شوى و.
دى زياتوي: ((زه يې برمل ولسوالۍ ته بيولى وم، هره شېبه يې رانه پيسې غوښتې ما ورته وويل چې زه صراف نه يم په صرافۍ کې منشي يم، سهار موټرونه راغلل د ملي امنيت ځواکونه وو زه يې ترې خلاص کړم.))
دغه راز د تښتول شوي کس پلار غمي پژواک ته وويل: ((غلو ورسره يو ځل اړيکه کړې وه خو د پيسو غوښتنه يې نه وه کړې همدمره يې ويلي و چې زوى پسې دې نور مه ګرځه.))
دى وايي، د ملي امنيت ځواکونو ډاډ ورکړى و چې زوى يې د تښتوونکو له منګلو څخه ژغوري او همداسې يې هم وکړل.
د يادونې ده چې درې کاله وړاندې هم په پکتيکا کې يو ماشوم د غلو له لوري تښتول شوى و چې تر اوسه يې مړى او ژوندى معلوم نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن