کابل (پژواک ٧ ورى ٩٩): د قرغزستان او اوزبیکستان ولسمشرانو، محمد اشرف غني ته د جمهوري رياست په ټاکنو کې د بياځلي بريا مبارکي ويلې او له افغانستان سره يې د هر ډول همکاريو د دوام ډاډ ورکړى دى.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قرغزستان جمهور رئیس سورونبای جیین بیکوف نن ماسپښین د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.
په دغه ټلیفوني تماس کې د قرغزستان جمهور رئیس د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهور رئیس غني ته له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ د دوام ډاډ هم ورکړ.
جمهور رئیس غني د قرغزستان د دولت او خلکو له نېکو پيرزوینو مننه وکړه او ويې ویل، افغانستان او قرغزستان دواړه په وچه کې ایسار هېوادونه دي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ شریکه ځانګړنه ده.
ده زیاته کړه، افغانستان او قرغزستان په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د یو بل له مشورو او تجربو ګټه اخیستلای شي.
دغه راز د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف نن غرمه د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.
په دغه ټلیفوني تماس کې د اوزبیکستان جمهوررئیس، هیله وښوده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پياوړې شي.
جمهور رئيس غني د دوست هیواد اوزبیکستان جمهور رئيس او خلکو ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې دواړه هېوادونه به COVID-19 (کرونا) ویروس سره پر مبارزې سربېره د سیمه ییزو همکاریو په موخه، د خپلمنځي سلا مشورو لپاره منظمې اړیکې وساتي.
login or register a new account.