ژبه

د قرغزستان او اوزبیکستان ولسمشرانو اشرف غني ته مبارکي وويله

کابل (پژواک ٧ ورى ٩٩): د قرغزستان او اوزبیکستان ولسمشرانو، محمد اشرف غني ته د جمهوري رياست په ټاکنو کې د بياځلي بريا مبارکي ويلې او له افغانستان سره يې د هر ډول همکاريو د دوام ډاډ ورکړى دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قرغزستان جمهور رئیس سورونبای جیین بیکوف نن ماسپښین د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

په دغه ټلیفوني تماس کې د قرغزستان جمهور رئیس د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهور رئیس غني ته له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ د دوام ډاډ هم ورکړ.

جمهور رئیس غني د قرغزستان د دولت او خلکو له نېکو پيرزوینو مننه وکړه او ويې ویل، افغانستان او قرغزستان دواړه په وچه کې ایسار هېوادونه دي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ شریکه ځانګړنه ده.

ده زیاته کړه، افغانستان او قرغزستان  په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د یو بل له مشورو او تجربو ګټه اخیستلای شي.

دغه راز د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف نن غرمه د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

په دغه ټلیفوني تماس کې د اوزبیکستان جمهوررئیس، هیله وښوده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پياوړې شي.

جمهور رئيس غني د دوست هیواد اوزبیکستان جمهور رئيس او خلکو ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې دواړه هېوادونه به COVID-19 (کرونا)‌ ویروس سره پر مبارزې سربېره  د سیمه ییزو همکاریو په موخه، د خپلمنځي سلا مشورو لپاره منظمې اړیکې وساتي.

login or register a new account.