ژبه

ناټو او امریکا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

 کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پومپیو پرون له سټولټنبرګ سره ټيلېفوني خبرې او د نورو موضوعاتو ترڅنګ يې د افغانستان په اړه هم ور سره خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې :"دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې افغان مشران باید یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې وکولای شي یوه سیاسي جوړ جاړي ته چې د هېواد د امنیت لپاره مهم دی ورسېږي."

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان د امنیت ټینګېدو او روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو په موخه په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کېدل مهم بللي دي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ  دهوارولو هڅه وکړه، خو بریالی نه شو.

هغه چې بېرته امریکا ته ستون شو په غبرګون کې یې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو کمولو اعلان وکړ.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې وایي ، چې ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې اعلان کړی چې په خپل حکومت کې به ټولو قومونو او اړخونو ته ځای ورکوي او حکومت به یې ټول شموله وي.

login or register a new account.