کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۹) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر په چین کې افغان سفیر ته لارښوونه وکړه چې له دغه هیواد څخه د کرونا ضد طبي او حفاظتي لوازمو څرنګوالی تشخیص او د روغتیا وزارت او کرونا سره د مبارزې کمیټې له لارې د اړوندو توګو د خریدارۍ او انتقال زمېنه برابره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون له افغان سفیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، په دې ویډیو کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت مربوطه سیاسي شعباتو رئیسانو په ایران، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، چین ، هندوستان او اماراتوکې افغان سفیرانو او شارژدافیرانو ګډون .
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناستو کې چې په جلا جلا توګه تر سره شوې په نوموړو هیوادونو د افغان وګړو پر ستونزو، تجارت او ټرانزیت پر پراختیا او نوموړو هیوادنو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په رڼا کې د افغانانو پر ستونزو مفصلې خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د کرونا د ناروین له امله په ایران، پاکستان، هندوستان او چین کې میشتو افغانانو او سوداګرو ته د ورپیښو ستونزو او حل لارو په اړه ځانګړې پریکړې وشوې.
حنیف اتمر له اړوندو افغان سفیرانو څخه وغوښتل چې د ستونزو څرنګوالی او حل لارې په دقت سره وڅیړي او ژر تر ژره حل لارو په اړه یې د بهرنیو چارو وزارت اړوندو څانګو سره خپل مالومات او وړاندیزونه شریک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ پر مواردو د اساسي بحث ترڅنګ له هندوستان څخه د ایران له لارې د ۷۵ زره ټڼه مرسته شویو غنمو د انتقال په اړه په ایران او هندوستان کې سفیر او شارژدافیر ته ځانګړې لارښونې وشوې.
دغه راز په ایران کې د افغان زندانیانو او د هغو افغان ماشومانو د برخلیک په اړه هم تصامیم و نیول شول چې د ایران د حکومت لخوا د سړک له غاړو له راټول شوي دي.
په هند کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او په ایران او متحده عرب اماراتو کې د افغان کارګرانو د ستونزو د حل د پیدا کولو په هکله مفصل بحث وشو او لازم هدایات صادر شول.
د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو او د لومړنیو خوراکي توګو پر پیرلو او هېواد ته د هغوی پر رالیږدولو بحث وشو په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه له اړوندو بنسټونه سره د بیړنیو همغږیو لارښوونه وشو.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې ویدیو کنفرانسونو کې له کرونا سره د مبارزې پر اساسي لارو چارو او د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د چین له تجربو څخه پر ګټه اخیستو خبرې وشوې.
په چین او هندوستان کې سفیر او شارژدافیر ته سپارښتنه وشوه چې له افغان وګړو سره د دومداره اړیکو د ساتلو میکانیزم رامنځته کړي ،همدارنګه په چین کې د طبی او حفاظتي لوازمو څرنګوالی تشخیص او د افغانستان د روغتیا وزارت او کرونا سره د مبارزې کمیټې له لارې د اړوندو توګو د خریدارۍ او انتقال زمېنه برابره کړي.
login or register a new account.