کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۹) : د افغانستان حکومت د کرونا پر ضد مبارزه او سختو حالاتو کې افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې د مرستو او همکاریو له امله له پاکستان او ایران څخه مننه وکړه.
دبهرنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۲۳مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دا چې نړی او سیمه د کورونا ویروس له ناورین څخه په کلکه اغیزمنه شوې ده، د دوست او ګاونډي هیواد پاکستان مرستې د قدر وړ دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې سختو شرایطو کې د پاکستان جمهوري دولت افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړه. افغان کډوالو ته وړیا روغتیایي خدمات، محصلینو ته د لیلیې آسانتیاوې، افغان مسافرو ته د سفر اجازه او د تجارانو پر مخ د تورخم او چمن بندرونونو بیاپرانیستل هغه مرستې دي چې افغان دولت د قدر په سترګه ورته ګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( موږ په داسې حال کې چې دوست هیواد پاکستان او ته له کورونا ویروس سره په مبارزه کې د بریا هیله کوو، په دې باور یو چې له دې نړیوال ناورین سره اغیزمنه مبارزه د نړی د ملتونو ترمنځ واحد دریځ او همکارۍ ته اړتیا لري. ))
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله جلا خبرپاڼه کې د ایران له حکومت څخه مننه کړې چې په دې سختو حالاتو کې یې له افغان کډوالو سره مرستې او همکارۍ کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ایران د ولسمشر د هغو حکم هرکلی او ستاینه شوی چې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډالو وړیا درملنه کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت تیره اونې خپلې لارې هلته د بند پاتې شویو افغانانو پرمخ خلاصې کړې او له پرون څخه یې اونۍ کې درې ورځو لپاره یې لارې د سوداګرۍ پر مخ هم خلاصې کړې.
login or register a new account.