ژبه

حکومت د طالب بندیانو دریمه سل کسیزه ډله هم خوشې کړه

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۹) : د افغانستان د امنیت شورا  وایي چې د ولسمشر اشرف غنی د فرمان له مخې پرون د طالبانو دریمه ډله بندیان چې سل تنه  وو، خوشې شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن د وري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه طالب زندانیان د دوی  روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول.

هغه زیاته کړه، دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم  د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک او بحثونه یې پرې کړي وو.

فیصل وویل چې دولسمشر د فرمان له مخې  د سولې پروسې د ملاتړ په موخه د  طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام کوي او په لومړي پړاو کې به ۱۵۰۰ تنه بندیان خوشې شي. 

دوه ورځې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې حکومت نامعلوم زندانیان خوشې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی.

خو تیره اونۍ طالبانو اعلان وکړ، چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او دوی خپل ټیم بیرته  غوښتی دی.

login or register a new account.