ژبه

مایار: که خلک همکاري وکړي کرونا خطرناک پړاو ته نه رسیږي

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار وایي چې که هېواد وال همکاري وکړي، نو د کرونا ناروغي خطرناک پړاو ته نه رسیږي.

د کروناویروس شاوخوا څلور میاشتې مخکې په چین کې خپر شو، خو هلته د ۳۳۰۰ کسانو په مړینې او ۸۳ زره کسانو پر ناروغه کېدو بېرته کنټرول شوی دی.

خو دا ناروغي اوس په امریکا او اروپا کې په ډېرې تیزې سره د خپرېدو په حال کې ده، په امریکا، ایټالیا او هسپانیه کې وروستۍ خطرناکې مرحلې ته رسېدلې ده.

یواځې په دغو دریېو هېوادونو کې تر یو میلیون پورې کسان پرې اخته او تر ۵۰ زرو زیات مړه شوي دي.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې اوس د کرونا ناروغي هلته وروستۍ مرحلې ته رسېدلې او  اټکل کیږي چې لس ورځې وروسته هلته وضعیت په ښه کېدو پیل وکړي.

دا چې افغانستان اوس په کوم وضعیت کې دی، دافغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار د وري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان اوس مخ په بره روان دی، خو خطرناکې مرحلې ته نه دی  رسېدلی.

هغه هیله څرګنده کړه، لکه څرنګه چې مثبتې پېښې دومره ډېرې نه دي، د مړینې کچه هم ټیټه ده او د روغو شویو  کسانو شمېره هم ورځ تر بلې لوړېږي، که همدا ډول وضعیت روان وي، خطرناک حالت ته نه رسیږي.

مایار وایی، کېدای شي پېښې زیاتې شي، د مړینې ارقام هم لوړ شي، خو که خلک په سمه توګه همکاري وکړي، وقایوي احتیاطي اقدامات جدي کړي، نو ممکنه نه ده چې خطرناکې مرحلې ته ورسیږي.

ده زیاته کړه : (( په چین کې اټکل شوی و، چې یواځې شنګهای ښار کې به یو میلیون کسان پر دې ناروغۍ اخته کیږي، خو اوس په ټول چین کې ۸۳ زره کسان پرې اخته شول او د مړینې کچه یې هم ډېر ټیټه ده، ځکه چې هغوی جدي وقایوي اقدامات وکړل او د ناروغۍ مخه یې ونیوله.))

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې د خلکو همکاري، ټولنیز واټن مراعتول او پر وقایوي اقداماتو جدي عمل کولو سره ددغه بحران مخه نیول کېدای شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې تر اوسه ۶۰۷ کسان پر کرونا اخته، ۱۸ مړه او ۳۷ بېرته روغ شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله  ۱۱۰ زره کسان مړه،  یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان پرې اخته او شاوخوا څلور سوه زره کسان بېرته روغ شوي دي.

امریکا کې ۲۰ زره کسان له دې ناروغۍ مړه او څه دپاسه پنځه سوه زره کسان پرې اخته شوي دي.