کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وایي چې امریکا د جګړې ختمولو پر ځای یو ځل بیا د مصالحې تر نامه لاندې دغني او عبدالله ترمنځ د واک د ویش ناوړه لوبه تکراروي.
دغه ګوند ویلی، دوی د واک د وېش معامله نه يوازې په دې بد وضعيت كې يوه غيراصولي، د قانون او د ملت د ارادې خلاف لوبه؛ د ملت او رایو سره یې خيانت بولي.
حزب اسلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، سیاسي او جهادي مشر استاد سیاف له تیرو څو ورځو راهیسې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ دسیاسي شخړې د هواري او واک ویشلو په موخه هلې ځلې کوي.
پرون په ټولنیزو رسینو کې د واک د ویش یوه طرحه هم خپره شوه، خو وروسته د ارګ او سپیدار لخوا رد شو.
دغه راز امریکا ، ناټو او ځینو نورو هیوادونو هم په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنې کړې دي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له لانجمنو ولسمشریو ټاکنو ؛ د راولاړ شوي بحران په اړه خپل دریځ او طرحه د وري په ۲۵مه، له پژواک سره شریکه کړې ده.
د حزب اسلامي په دې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنيو ځواكونو وروستيو څرګندونو، اقداماتو او اعترافاتو ته پام سره په قاطع توګه ويلى شي چي دوى په ټولو سياسي، نظامي، اجتماعي او اقتصادي برخو كي له بشپړي ناكامي سره مخامخ شوي او په هېواد كي یې سترې ستونزې او بحرانونه زېږولي دي.
سرچینې زیاته کړې، ټاکنې يو له هغو مواردو وو چې د پراخه تقلب او مغرضانه لاسوهنو له كبله د بحران د نور تشديد باعث شول، د دې پر ځاى چي د بحران په حل كي مرسته وكړي او په پایله کې یې يو ځواكمن، د ولس له ملاتړ برخمن واکمن حكومت رامنځته شي او ټول لوري یې له ځنډ پرته نتائج ومني.
حزب اسلامي ویلي، نن له يوې خوا امریکا له وسله والو طالبانو سره نه يوازې د خپلو مخكنيو مغرورانه دريځونو خلاف مذاكرات پيل كړي او پر يوې معاهدې یې تعهد او لاسليك كړى بلكې د خپلو ځواكونو د بشپړ ايستلو ژمنه او د دوى په لاس د تپل شوي حكومت پر ځاى د مصالحې په پايله كې د يوه نوي حكومت د رامنځته كېدو خبره كوي، له بلې خوا ته د جان كېري د مخكنۍ خونړۍ تجربې د تكرار هڅه كوي.
سرچینې زیاته کړې، امریکا هڅه کوي چې يو ځل بيا د ارګ او سپېدار تر منځ؛ بل سهامي شركت جوړول غواړي، دا په داسي حال كې چې تل یې پر ملي یووالي حکومت یې د ناکامۍ نیوکې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، امريكا د ارګ او سپېدار تر منځ؛ د مصالحې تر نامه لاندې د واک د وېش هڅې كوي؛ په داسې حال كې چې دوى بايد د جګړې د ختمولو هڅه كړې وى، ارګ ته یې ويلي وى چې د حزب اسلامي او طالبانو بنديان آزاد كړي، د ټولو اغېزمنو لوريو په مشوره او توافق د سولې عالي شورا جوړه كړي، د مذاكرې پلاوی جوړ او بين الافغاني مذاكرات پيل كړي اود سولې پر وړاندې ټول پراته خنډونه له منځه يوسي.
حزب اسلامي ویلی : (( موږ د واک د وېش معامله نه يوازې په دې بد وضعيت كې يوه غيراصولي، د قانون او د ملت د ارادې خلاف لوبه ګڼو؛ بلكې تل یې مخالفت كوو، دا يوه ګنده لوبه او له ملت او د هغه له رای سره خيانت دی، دا د ملت حق دی چې د خپل زعامت په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي.))
login or register a new account.