کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹ ) اسیایي پرمختیایي بانک د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د ۲۰ میلیارده ډالرو یو پیکیج اعلان کړی دی.
په کابل کې د اسیایي بانک دفتر لخوا د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې فنډ سره دوی غواړي چې د کرونا وبا پر ضد غړي هیوادونه خپلې هڅې څو برابره زیاتې او ګړندۍ کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک تیره میاشت د مارچ په ۱۸مه په لومړي پیکج کې ۶،۵ میلیارده ډالر اعلان کړی و، خو او ورسره ۱۳،۵ میلیارده ډالر نور یو ځای کړ.
د اسیایي پرمختیایي بانک رییس مساتسوګا اساکاوا ویلي چې دکرونا وبا نه یواځې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی بلکې اقتصادي، ټۍولنیزې ستونزې یې راولاړې کړې او په اسیا کې یې پرمختیایي لاسته راونې یې له ګواښ سره مخ کړی دي.
هغه زیاته کړې : (( دغه فنډ سره به زموږ غړي هیوادونه وکولی شي د کرونا وبا سره د ښې مبارزه کې رغنده رول ولوبوي))
اسیایي بانک ویلي، ددوی د ارزونې له مخې، د کرونا وبا له امله په سیمه ییزه کچه د تولیداتو کچه د ۲،۳ څخه تر ۴،۸ سلنې پورې ټیټه کړي .
د کرونا ویروس چې څلور میاشتې مخکې په چین کې خپره شوې اوس د نړۍ ۲۰۰ هیوادونو ته رسیدلې ۱۸ لکه خلک پرې اخته او ۱۱۵ زره خلک ترې مړه شوي دي.
دغه راز په افغانستان کې هم دا ناروغۍ په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۶۶۵ کسان پرې اخته او ۲۱ تنه مړه شوي دي.
login or register a new account.