کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د بلخ پر عامې روغتيا رياست د کرونا ويروس د مخنيوي برخه کې د ناغېړۍ له امله نيوکې زياتې شوي او د عامې روغتیا وزیر ورته لیکلي ګواښ ورکړی دی.
مزارشريف کې پر کرونا ويروس د اخته پنځم کس له مړينې وروسته يې کورنۍ ادعا کوي چې ناروغ يې د ډاکټرانو د بې پروايۍ له امله مړ شوی دی.
د بلخ ولايتي شورا هم تاييدوي، چې روغتيا رياست له کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې ستونزو ته پر وخت رسېدنه نه ده کړې.
په ورته مهال پژواک ته داسې مکتوب هم رسېدلی، چې پکې د عامې روغتيا وزير د بلخ عامې روغتيا پر رييس د کم کارۍ او ناغېړۍ له امله غصه دی او همدا راز يې د جدي چلند ګواښ کړی دی.
مزارشريف کې پر کرونا ويروس اخته پنځم کس د يکشنبې په ورځ ساه ورکړه. مړ شوی کس حاجي داود نومېده، چې ۴۳ کاله يې عمر درلود او د بغلان ولايت اوسېدونکی وو.
نوموړي له مړينې يوه ورځ مخکې خپلې کورنۍ ته په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی؛ خو نوموړی تېره ورځ مزارشريف کې کرونا ويروس ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتون کې ساه ورکړه. اوس د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کس د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې ناروغ يې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله خپل ژوند بايلود.
احمد زاهد د مړه شوي محمد داود د ترور زوی دی، چې په روغتون کې ورسره يو ځای وو. نوموړي پژواک ته وويل، چې ناروغ يې ۷ ورځې په روغتون کې بستر وو او په وروستيو ورځو کې يې روغتيايي حالت څه نا څه ښه شوی هم وو.
هغه زياته کړه، چې ناروغ يې ځکه مړ شو، چې ډاکټرانو يې د مراقبت برخه کې ناغيړې وکړه.
نوموړي وويل: (( زموږ د ناروغ لپاره د موظفو نرسانو د نوکريوالي وخت پوره شو، په همدې وخت کې د ناروغ وضعيت هم خراب شو او اکسيجن ته يې اړتيا وه؛ خو پرته له دې چې نوي نوکريوال ډاکټر راشي، پخواني ډاکټران لاړ، دا نو هغه وخت وو، چې زموږ د ناروغ وضعيت ډېر نازک وو، اکسيجن يې غوښت، خپله ما کوشش وکړ، چې اکسيجن ورته ورسوم؛ خو ونه توانېدم او په همدې وخت کې ناروغ خپل روح حق ته وسپارله.))
احمد زاهد شکايت کوي، چې که ډاکټرانو مسوولانه چلند کړی وای؛ نو اوس به يې د ترور زوی نه وای مړ شوی. هغه وايي، چې که دغه وضعيت دوام وکړي؛ نو مزار کې پر کرونا ويروس ډېری اخته ناروغان به تلف شي.
په ورته مهال پژواک خبري اژانس ته داسې يو مکتوب هم رسېدلی، چې له مخې يې د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د بلخ د عامې روغتيا پر رييس خليل حکمتي د هغه د کم کارۍ او ناغېړۍ له امله غوسه دی او رييس ته ګواښ کړی، چې که خپلې چارې سمې نکړي؛ نو پر وړاندې به يې جدي او قانوني اقدام وکړي.
دغه مکتوب چې يوه کاپي يې بلخ ولايت مقام ته هم لېږل شوې په يوه برخه کې يې راغلي: (( لکه څنګه چې ښکاري په دې حساسو شرايطو کې د بلخ د عامې روغتيا ريس د کرونا ويروس د مخنيوي، وقايې او کنټرول برخه کې لازمه پاملرنه نه کوي او همدا راز خپل ډېر وخت پر غير ضروري واقعاتو مصرفوي، هيله ده چې خپلې چارې اصلاح کړي، که نه جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.))
login or register a new account.