منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتیا وزارت د بلخ دروغتیا رییس ته د کم کارۍ له امله لیکلی ګواښ ورکړی

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د بلخ پر عامې روغتيا رياست د کرونا ويروس د مخنيوي برخه کې د ناغېړۍ له امله نيوکې زياتې شوي او د عامې روغتیا وزیر ورته لیکلي ګواښ ورکړی دی.

 مزارشريف کې پر کرونا ويروس د اخته پنځم کس له مړينې وروسته يې کورنۍ ادعا کوي  چې ناروغ يې د ډاکټرانو د بې پروايۍ له امله مړ شوی دی.

د بلخ ولايتي شورا هم تاييدوي، چې روغتيا رياست له کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې ستونزو ته پر وخت رسېدنه نه ده کړې.

په ورته مهال پژواک ته داسې مکتوب هم رسېدلی، چې پکې د عامې روغتيا وزير د بلخ عامې روغتيا پر رييس د کم کارۍ او ناغېړۍ له امله غصه دی او همدا راز يې د جدي چلند ګواښ کړی دی.

مزارشريف کې پر کرونا ويروس اخته پنځم کس د يکشنبې په ورځ ساه ورکړه. مړ شوی کس حاجي داود نومېده، چې ۴۳ کاله يې عمر درلود او د بغلان ولايت اوسېدونکی وو.

نوموړي له مړينې يوه ورځ مخکې خپلې کورنۍ ته په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی؛ خو نوموړی تېره ورځ مزارشريف کې کرونا ويروس ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتون کې ساه ورکړه. اوس د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کس د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې ناروغ يې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله خپل ژوند بايلود.

احمد زاهد د مړه شوي محمد داود د ترور زوی دی، چې په روغتون کې ورسره يو ځای وو. نوموړي پژواک ته وويل، چې ناروغ يې ۷ ورځې په روغتون کې بستر وو او په وروستيو ورځو کې يې روغتيايي حالت څه نا څه ښه شوی هم وو.

هغه زياته کړه، چې ناروغ يې ځکه مړ شو، چې ډاکټرانو يې د مراقبت برخه کې ناغيړې وکړه.

نوموړي وويل: (( زموږ د ناروغ لپاره د موظفو نرسانو د نوکريوالي وخت پوره شو، په همدې وخت کې د ناروغ وضعيت هم خراب شو او اکسيجن ته يې اړتيا وه؛ خو پرته له دې چې نوي نوکريوال ډاکټر راشي، پخواني ډاکټران لاړ، دا نو هغه وخت وو، چې زموږ د ناروغ وضعيت ډېر نازک وو، اکسيجن يې غوښت، خپله ما کوشش وکړ، چې اکسيجن ورته ورسوم؛ خو ونه توانېدم او په همدې وخت کې ناروغ خپل روح حق ته وسپارله.))

احمد زاهد شکايت کوي، چې که ډاکټرانو مسوولانه چلند کړی وای؛ نو اوس به يې د ترور زوی نه وای مړ شوی. هغه وايي، چې که دغه وضعيت دوام وکړي؛ نو مزار کې پر کرونا ويروس ډېری اخته ناروغان به تلف شي.

په ورته مهال پژواک خبري اژانس ته داسې يو مکتوب هم رسېدلی، چې له مخې يې د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د بلخ د عامې روغتيا پر رييس خليل حکمتي د هغه د کم کارۍ او ناغېړۍ له امله غوسه دی او رييس ته ګواښ کړی، چې که خپلې چارې سمې نکړي؛ نو پر وړاندې به يې جدي او قانوني اقدام وکړي.

دغه مکتوب چې يوه کاپي يې بلخ ولايت مقام ته هم لېږل شوې په يوه برخه کې يې راغلي: (( لکه څنګه چې ښکاري په دې حساسو شرايطو کې د بلخ د عامې روغتيا ريس د کرونا ويروس د مخنيوي، وقايې او کنټرول برخه کې لازمه پاملرنه نه کوي او همدا راز خپل ډېر وخت پر غير ضروري واقعاتو مصرفوي، هيله ده چې خپلې چارې اصلاح کړي، که نه جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.))

د  بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم دغه مکتوب تاييدوي او وايي، چې عامې روغتيا وزارت د بلخ عامې روغتيا رييس ته اخطاريه ورکړې ده.

نوموړي پژواک سره خبرو کې ومنله، چې بلخ کې د کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې يو لړ ستونزې هم موجودې دي.

د حديد په خبره د عامې روغتيا د رييس د کافي تجربې نشتون او د ډاکټرانو بې پروايي د دې لامل شوې، چې خلک له دغه دولتي ارګان څخه شکايتونه وکړي.

په ورته مهال د بلخ د حوزوي روغتون آمر ډاکټر غوث الدين وايي، چې د دوی طبي پرسونل ټولو ناروغانو ته د خپل ټول وس او توان په اندازه پاملرنه کوي. نوموړي زياته کړه، چې مزار کې د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کس کورنۍ شکايتونه يې اوريدلي؛ خو په وينا يې چې يادې ادعاوې حقيقت نلري.

د هغه په خبره کوم پرسونل، چې د کرونا ويروس د ناروغانو مراقبت لپاره ځانګړي شوي شپه او ورځ هڅه کوي، چې خپله دنده په سهي او مسوولانه ډول ادا کړي.

له دې سره د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر خليل حکمتي پژواک ته وويل، چې د طبي تجهيزاتو په برخه کې يو لړ ستونزې شته دی  چې اوس يې حل کړي دي.

هغه وويل، چې د تېرې اونۍ په پنجشنبې ورځ مزارشريف ښار ته اړتيا وړ روغتيايي توکي او تجهيزات رسيدلي، چې ورسره دوی مزارشريف کې د کرونا ويروس د ناروغانو مراقبت لپاره ۲۰۰ بستريز روغتون هم تجهيز او فعال کړ.

حکمتي د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، چې يو شمېر نيوکې هېڅ اساس نلري او خلک يې له خپل زړه کوي.

نوموړي د روغتيا وزارت د لېږل شوي مکتوب په اړه پژواک ته وويل: (( زه هيله لرم، چې روغتيا وزارت يو پلاوی راوليږي، بلخ کې زموږ چارې له نږدې وګوري، موږ شپه او ورځ هڅه کوو، چې ستونزو ته رسيدګي وکړو، بيا هم زه د دولت مامور يم چې په لويه کچه هر ډول تصميم نيول کېږي زه به يې منم.))

د معلوماتو له مخې بلخ کې تر دې مهاله د کرونا ويروس ۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له ډلې يې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ تنه يې روغ او له روغتونه رخصت شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا