ژبه

خلیلزاد او جنرال میلر د پاکستان د پوځ مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : په قطر کې له ملابرادر سره تر لیدنې وروسته دامریکا ځنګړی استازي او په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال میلر نن پاکستان ته تللي دي..

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت لخوا  نن د وري په ۲۶مه،په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دامریکا دغه پلاوي په راولپنډۍ کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل

سرچینې زیاته کړې چې زلمي خلیزاد په افغانستان کې د سولې لپاره د خپلو روانو هلو ځلو په اړه جنرال باجوه ته معلومات ورکړل.

په  خبرپاڼه کې راغلي چې د  پاکستان پوځي مشرانو امریکایي پلاوي ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې په دې پروسه  کې به خپله همکاري جاري ساتي او په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي له پروسې ملاتړ کوي.

دیادوني وړ ده چې پاکستان ته تر سفر مخکې په یوه اونۍ کې د دویم ځل لپاره امریکا او طالبانو په قطر کې د لاسلیک شوي تړون پر عملی کیدا او یو شمیر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د ۱۳۹۸  لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې لاسلیک شو، ددې تړون له مخې باید له لاسلیکه سمدلاسه وروسته په لسو ورځو کې د طالبانو ۵  زره بندیان خوشې او بین الافغانی مذاکرات پیل شی، خودادې له دې لاسلیکه یوه نیمه میاشت تیر شول، نه ټول بندیان خوشې شول او نه هم بین الافغاني مذاکرات پیل شول.

امریکا، طالبان او افغان حکومت یو بل د تړون  پر سرغړونو تورنوي، طالبان وایي چې پر دوی چاپې او هوایی بریدونه ډير شوي، خو افغان حکومت او امریکا بیا وایي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی.

login or register a new account.