کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : اروپايي اتحادیه وایي په افغانستان کې بندیانو ازادیدل یو ښه فرصت دی چې طالبان د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته مخه وکړي.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر پیري می آډون امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که څه هم دا ټولنه د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې او اوس د بندیانو په ازادولو کې مستقیم رول نه لري، خو د افغانستان د سولې او ثبات له هرې سوله ییزې پروسې ملاتړ کوي.
اډون زیاته کړه دوی د افغانستان د حکومت په مشرۍ اقدماتو سره همکاري کوي.
نوموړي د لومړي ځل لپاره کابل ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي راتګ او له حکومت سره خبرې هم یو ښه ګام وباله.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دغه جګپوړي چارواکي د ځینو جنګي مجرمینو په اړه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون اندیښنه پرځای وګڼله.
هغه وویل، د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو موضوع باید په ایجنډا کې شامله وي او دا هغه مسله ده چې له نږدې څارنه غواړي.
د اروپايي ټولنې دې استازي هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو له امله رامنځ ته شوی جنجال د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې په یو سیاسي تفاهم سره پای ته ورسیږي او د جمهوریت اصول وساتل شي.
login or register a new account.