ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“میدان وردګو کې د ماین چاودنې د عامه نظم پنځه سرتیري ټپیان کړل”

author avatar
18 Apr 2020 - 16:36
author avatar
18 Apr 2020 - 16:36

ميدان ښار (پژواک، ۳۰ وری ۹۹): چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت په مرکز کې پر هاموې ټانک د ماین چاودنې، د عامه نظم ځواکونو پنځه سرتیري ټپیان کړل، خو یوه سرچینه د دغو کسانو د وژلو ادعا کوي.

د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند څارمن حاجي محمد هوفياني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چادونه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې د عامه نظم او د ملي امنيت ځواکونو د د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ ته اکمالات کول.

هغه وايي چې په دغه چاودنه کې د عامه نظم ځواکونو پنځه سرتیري ټپیان شوي دي.

د ده په وينا، په یاده سیمه کې نن له غرمې وروسته تر دوو بجو د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه هم روانه وه.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغې نښته کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ده افغانانو یو تن اوسېدونکی عصمت الله وایي چې په یاده چاودنه کې د دولتي ځواکونو ټانک په بشپړ ډول له منځه تللی.

دی زياتوي:«ټانک ټوټې ټوټې پروت و،  پنځه تنه مړي یې ورنه راواېستل او په امبولانس کې يې يووړل.»

 وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.