کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۹) : د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز نن د دارالامان په قصر کې د کرونا ناروغۍ لپاره د تجرید مرکز ګټی اخیستنې ته وسپارلو.
د عامې روغتیا وزیر څرګنده کړه چې د دې مرکز د رامینځته کولو هدف په ټولنه کې د کرونا د ناروغانو جلا کول او د دې ویروس د خپریدو مخنیوی دی.
ده زیاته کړه : “دا مرکز د دوه سووبسترونو ظرفیت لری او د هغه ناروغانو لپاره کوم چی روغتیایی وضیعیت یی ښه دی او په خپلو کورونو کې مناسب ځای نلری جوړ شویدی.”
همودارنګه ډاکټر فیروز په افغانستان کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نړیوالو سازمانونو لخوا د چمتو شوي مرستې په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه ، کومی مالي مرستې چی د نړیوالو سازمانونو لخوا شوې ، نړیوالو پلي کونکو بنسټونو ته د دوی له لارې ورکول کیږي او په هیواد کی په مصرف رسیږی.
د نوموړي په وینا، نړیوال بانک د ۱۰۴ ملیون ډالرو ژمنه کړې ، چې له هغې جملې څخه ۶۰ ملیون ډالره به د راتلونکو څلورو کلونو په اوږدو کې د پلی کونکو موسسو له لارې ولګول شي چې تراوسه ندی ورکول شوې.
ډاکټر فیروز دا هم زیاته کړه چې د آسیا پرمختیايي بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ۴۰ ملیون ډالرو او اروپایي اتحادیې له ۱۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیره ژمنه کړې ، او ژمنه یې وکړه چې پیسې به د نړیوال تطبیق کونکو موسسو له لارې وکاروي چی دا هم تراوسه نه دی ورکړل شوی.
فیروز وویل ، سربیره پردې ، حکومت د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۵ ملیون ډالر ځانګړي کړي ، چې تر دې دمه یی ۲ ملیون ډالره د کورني تولید کونکو لخوا د کرونا ویروس کنترول لپاره د مخنیوی او د مصرفي توکو د پیریدلو لپاره ، ۳ ملیون ډالره یی د مصرفی موادو د او مخنیوی لپاره د کورنی تولید کونکو څخه د هیواد په ۳۴ ولایتونوکی، د آلمان څخه د وینټیلیټرانو په شمول د تجهیزاتو پیرود لپاره ۵ ملیون ډالره ، د ولایتونو روغتونونو لپاره د تجهیزاتو پیرودلو لپاره۳۰۰ زره دالره ، ۴۰۰ زره ډالره د د درملو د پیریدلو لپاره او دری ملیون ډالره په مستقیمه توګه ولایتي مستوفیټونه ته لیږل شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په خلکو یې غږ وکړ چې د د ویروس د نه اخته کیدو لپاره روغتیایی سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره له کوره بهر کیدلو څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې تر ۹۳۳ کسان پر کرونا اخته، ۱۱۶ روغ او ۳۳ مړه شوي دي.