ژبه

تازه خبرونه
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمیره له دوه نیم میلیونو واوښته

کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویوکسانو شمیره نږدې ۱۸۰ زره او د ناروغانو شمیریې له دوه نیم میلیونه کسانو اوښتی دی.

د نورو هیوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالات له کرونا څخه ډیر ځپل شوی، چې تر ۴۵ زرو زیات کسان هلته مړه او اوه نیم لکه کسان پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه دپاسه دوه نیم میلیونه کسان اخته شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۸۰ زره کسان مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو او امریکا کې دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۶۹۵ زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته  او مړه شوي، هلته تر ننه پورې ۸۲۰  زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۴۵زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز په هسپانیا کې ۲۰۴ زره کسان پرې اخته او۲۲ زره  کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۱۸۳ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه۲۴ زره ترې مړه شوي دي،  په جرمني کې ۱۴۸ زره زره پرې اخته او۵۰۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۵۸ زره  کسان پرې خته اونږدې ۲۱  زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۳۰ زره اخته او ۱۷ زره مړه شوي دي.  

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي ، په ایران کې۸۴ زره پرې اخته او۵۲۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې نږدې لس زره  کسان پرې اخته  او۲۱۰ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۲۰ زره پرې اخته او ۶۵۵ تنه مړه شوی ،په سعودي کې۱۱ زره تنه اخته او۱۱۰  تنه مړه شوي دي.  

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۱۱۰۰ کسان پرې اخته، ۴۰  تنه مړه او ۱۸۰ تنه بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.