ژبه

تازه خبرونه
سرچینه: د غني او عبدالله تر منځ سیاسي اختلاف هوارېدو ته نږدې شوی

کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۹): باوري سرچینې وایي چې ډاکټر عبدالله د اجراییه ریاست او صدر اعظمۍ له غوښتنې تېر شوی او د مصالحې شورا مشرۍ منلو ته تیار شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېر کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ د تر سره شویو ټاکنو د پایلو له مخې، محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ. له همدې امله تر اوسه د دغو دوو ټاکنیزو ډلو تر منځ اختلافونه دوام لري.

یوې سرچینې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ سیاسي مخالفت د هواري چارې له نږدې څاري نن (د غویي په ۴مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې عبدالله د مصالحې شورا ریاست منلی او ډېر ژر به خپله طرحه ولسمشر غني ته وړاندې کړي.

سرچینې زیاته کړې چې عبدالله له خپلې پرېکړې هغه درېیمګړي هم خبر کړي چې په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

خو د عبدالله مرستیال ویاند فریدون خوځون پرون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و چې دوی خپله طرحه منځګړو ته سپارلې ده.

دغه راز د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، د حکومت رهبري هڅه کوي چې ټول موضوعات د خبرو له لارې هوار کړي.

د ده په وینا، په همدې موخه د سیاسي اختلافونو د هواري لپاره مذاکرات دوام لري او په دې برخه کې ځینې پرمختګونه هم شوي دي.

مینه پال ویلي چې ولسمشر او د هغه دواړه مرستیالان هڅې کوي چې سیاسي شخړې ژر هوارې شي.

ویل کیږي چې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې په ټاکنیزه ډله کې ځینې اختلافونه هم رامنځته شوي دي.

سرچینې وایي چې د دغې ډلې ځینې غړي د ټاکنو د پایلو بطلان او د یوې سیاسي معاملې له مخې د ټولشموله حکومت ملاتړ کوي، خو یو شمېر نور یې بیا عبدالله ته د مصالحې شورا د مشرۍ په سپارلو او په حکومت کې پر شریکېدو ټینګار کوي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکړی و او ادعا یې کړې وه، چې ډېر ژر به د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا جوړه شي.

 

login or register a new account.