ژبه

امریکا کې د کرونا ناروغۍ له امله ۵۰ زره کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویوکسانو شمېره نږدې دوه سوه زرو ته رسېدلې، خو تر ټولو زیات پنځوس زره کسان یواځې په امریکا کې مړه شوي دي.

د نورو هېوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالات له کرونا څخه ډېر ځپل شوی، چې تر۵۰ زرو زیات کسان هلته مړه او نږدې ۹ سوه زره کسان پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين د اوهان ښار کې پیدا شو، چې اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ دوه نیم میلیونه او ۲۵۰ زره کسان اخته شوي دي. دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې تر ۱۹۰ زره ډېر کسان مړه شوي چې ډېری یې اروپایي هېوادونو او امریکا کې دي. د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۷۵۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي. تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۲۱۳ زره کسان پرې اخته او۲۲ زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۱۹۰ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه۲۵ زره ترې مړه شوي دي، په جرمني کې ۱۵۳ زره پرې اخته او۵۵۰۰ تنه مړه شوي، په فرانسه کې ۱۵۸ زره کسان پرې اخته اونږدې ۲۲ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۳۸ زره پرې اخته او ۱۹ زره مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي ، په ایران کې۸۷ زره پرې اخته او۵۵۰۰ مړه شوي، په پاکستان کې نږدې یوولس زره کسان پرې اخته او۲۵۰ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۲۳ زره پرې اخته او ۷۲۱ تنه مړه شوی،په سعودي کې۱۴ زره تنه اخته او۱۲۱ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، تر اوسه څه دپاسه ۱۳۰۰ کسان پرې اخته، ۴۵ تنه مړه او ۱۸۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

 

login or register a new account.