کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۹) : د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا داوربند غوښتنې ردولو په غبرګون کې ویلي چې ملي ځواکونه له هېواد او خلکو هر ډول دفاع ته چمتووالی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني پرون د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې له کرونا سره د مبارزې او روژې ته په درناوي دې اوربند وکړي.
دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي څو ورځې مخکې د کرونا پر ضد د ښې مبارزې لپاره په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې وه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر یوناما مشر هم نن د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې په افغانستان کې داوربند غوښتنه وکړه.
خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۴مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په قطر کې د لاسلیک شوي تړون د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې له مخنیوي سره سره د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.
هغه زیاته کړې : (( طالبانو له امریکا سره د تړون په لاسلیک هغه جامع میکانیزم ومانه، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند او سولې ته رسوي.))
خو د طالبانو لخوا داوربند د غوښتنې تر ردولو وروسته د کورنیو چارو وزات ویاند طارق ارین د غویي په ۵مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي : (( لکه څرنګه چې د طالب جګړه پر حق نه ده او د دغې ډلې لهخوا د خلکو وژنه له دين څخه د غلط تعبير ښکارندويي کوي. د اوربند د وړانديز پر وړاندې د طالبانو د رد ځواب، په تصميمګيرۍ کې د دوی د ضعف او د تاوتريخوالي د تداوم په معنی دی. ))
هغه زیاته کړې، طالبان بايد پوه شي او تصميم ونيسي چې د ناحقې جګړې په وسیله ګټونکي کېدای نه شي, خلک او حکومت جنګ نه غواړي.
ارین ویلي : (( زموږ مېړني امنيتي او دفاعي ځواکونه په هر حالت کې چمتو دي چې له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.))
د یادونې ده، چې دغه تړون د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې لاسلیک شو، چې له مخې يې په لسو ورځو کې باید پنځه زره طالب بندیان خوشې او بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
خو دا دی د تړون نږدې دوه میاشتې کیږي، یواځې سلګونه بندیان خوشې شوي، خو بین الافغاني مذاکرات لا نه دي پیل شوي.
login or register a new account.