کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې هېواد یې له نن (دوشنبه) څخه په هرمز تنګي کې د ایسارو کښتیو ازادولو لپاره اقدام کوي؛ هغه کار چې د ایران له سخت غبرګون سره مخ شوی او د اوربند نقض یې بللی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې دغه اقدام د هغو کښتیو د مرستې لپاره ترسره کېږي چې په دې ستراتیژیکه لاره کې بندې پاتې دي.
نوموړي دغه پروګرام «د ازادۍ پروژه» بللې او زیاته کړې یې ده، دغه کار د هغو هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي چې کښتۍ یې په هرمز تنګي کې بندې پاتې دي.
د امریکا د ولسمشر په خبره، ډېری دغه کښتۍ د خوراکي توکو او اړینو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې په دغو عملیاتو کې هر ډول مداخله به له «پرېکنده ځواب» سره مخ شي؛ خو د دغو عملیاتو دقیق جزئیات او د عملي کېدو څرنګوالی لا هم نه دی روښانه شوی.
په غبرګون کې، ایراني چارواکو دغه احتمالي اقدام د اوربند نقض بللی او خبرداری یې ورکړی چې په هرمز تنګي کې د امریکا هر ډول مداخله به جدي پایلې ولري.
ورته مهال، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې له هغو سوداګریزو کښتیو به ملاتړ کوي چې غواړي له دې لارې تېرې شي؛ خو د دغو کښتیو د امنیت د تأمین په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچونه لا هم دوام لري او د هرمز تنګي تړل کېدل د نفتو بیې لوړې کړې او نړۍوالې اقتصادي اندېښنې یې زیاتې کړې دي.