ژبه

د اسلامي هېوادونو سازمان هم افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۶ غویی ۹۹) : د اسلامي هېوادونو سازمان (اسلامي کنفرانس) هم د روژې په مبارکه میاشت کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه.

دسعودي عربستان په جدې ښار کې د یاد سازمان له دفتر څخه د غویي په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې له ټولو افغان مشرانو غوښتل شوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې د سولې ، اوربند اوتاوتریخوالي کمولو لپاره اقدامات وکړي.

سرچینې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د کرونا وبا افغانستان او ټوله نړۍ ګواښي، پر ضد یې د جدي مبارزې لپاره اوربند اود ثبات رامنځته کول اړین دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانان دې خپل اختلافات ژر تر ژره هوار او د خبرو اترو له لارې دې ورته د جوړجاړي لارې چارې پیدا کړي.

د اسلامي هېوادونو سازمان ویلي چې د ټولو افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره په دغه هېواد کې سولې او ثبات ته لاره هوارېدلی شي.

سرچینې زیاته کړې چې افغان مشران دې یووالی رامنځته کړي څو په ګډه د کرونا وبا پر ضد مبارزه وشي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې ناټو، امریکا، ملګرو ملتونو او دافغانستان حکومت هم د اوربند غوښتنې کړې دي, خو طالبانو پرون داوربند په اړه ټولې غوښتنې رد کړې.

login or register a new account.