Language

غزني کې يو ملکي کس وژل شوی او ١٣ نور ټپيان شوي دي

غزني ښار (پژواک، ٦ غويی ٩٩): کورنيو چارو وزارت وايي چې په غزني کې پر يوه کور د يوه توغندي د لګېدو له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د غويي په شپږمه رسنيو ته وويل چې تېره ورځ د غزني ښار په شاليزو سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه وايي چې د ياد توغندي د لګېدو له امله يو ملکي کس وژل شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ نور ټپيان شوي دي.

ارين زياتوي چې دغه توغندى د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوى چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د غزني ولايتي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ١٢ ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.

دى زياتوي چې په ټپيانو کې شپږ ښځې، دوه ماشومان او څلور نارينه شامل دي او روغتيايي وضعيت يې هم د ډاډ وړ دى.

په ورته وخت کې د شاليزو سيمې یوه اوسېدونکي محمد اصف پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د دوى په سيمه کې عمليات روان دي.

هغه وايي: ((امنيتي ځواکونو عمليات شروع کړي، طالبان هم بيا پر دوى بريدونه کوي،پرون پر يوه کور هاوان لګېدلى يو کس په کې مړ او ١٢ نور زخميان دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت ترڅنګ بېلابېلو نړيوالو بنسټونو او هېوادونو له وسله والو طالبانو څخه د روژې په مبارکه مياشت کې د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو د رد ځواب ورکړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.