ژبه

تازه خبرونه
په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر درې میلیونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۸غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېره درې میلیونو ته رسېدلې او تر ۲۰۵ زرو ډېر کسان مړه شوي دي. 

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

دامریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې په دې اړه شمېرې خپروي، نن تر غرمې مخکې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ داخته شویو کسانو شمېره درې میلیونو ته ورسېده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې تر ۲۰۵ زره ډېر کسان مړه شوي چې ډېری یې اروپایي هېوادونو او امریکا کې دي.

د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې نږدې ۹۰۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د نورو هېوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالاتونه له کرونا څخه ډېر ځپل شوي، چې تر۵۲ زرو زیات کسان هلته مړه او تر۹ سوه زره ډِېر کسان پرې اخته شوي دي.

تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۲۲۷ زره کسان پرې اخته او۲۳ زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۱۹۷ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه۲۶ زره ترې مړه شوي، په جرمني کې ۱۵۸ زره زره پرې اخته او۶ زره تنه مړه شوي، په فرانسه کې ۱۶۲ زره کسان پرې اخته او۲۳ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۵۳ زره اخته اونږدې ۲۱ زره مړه شوي ،په ترکیه کې ۱۱۰ زره پرې اخته او۲۹۰۰ تنه مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي ، په ایران کې۸۸ زره پرې اخته او۵۵۰۰ مړه شوي، په پاکستان کې نږدې ۱۴ زره کسان پرې اخته او۲۸۰ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۲۸زره پرې اخته او ۹۰۰ تنه مړه شوی ،په سعودي کې۱۷۵۰۰ تنه اخته او ۱۴۰ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، تر اوسه څه دپاسه ۱۵۰۰ کسان پرې اخته، ۵۰ تنه مړه او ۲۱۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.