ژبه

په افغانستان  کې پر کرونا اخته ناروغان دوه پر درې برخه یې له ۵۰ کلونو کم عمرونه لري

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغانو دوه پر دې برخه یې له ۵۰ کلونو کم عمرونه لري.

د کرونا ناروغي چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې له چین څخه خپره شوه، اوس د نړۍ نږدې ۲۰۰ هېوادونو ته رسېدلې، په ټوله نړۍ کې څه باندې درې نیم میلیونه کسان پرې اخته، دوه نیم سوه زره ترې مړه او شاوخوا ۱۲ لکه بېرته رغېدلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (د غویي ۱۵مه) اعلان وکړ چې تر اوسه په هېواد کې ۲۸۵۸ کسان پر کرونا اخته، ۹۰ تنه مړه او ۳۹۷ کسان بیرته روغ شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه اته روغتیايی کارکوونکي له کرونا مړه شوي او ۲۵۸ کسان نور پرې اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې له مړه شوو ۷۲ یې داسې وو چې د زړه، شکرې، فشار او نورې ناروغۍ یې لرلې.

سرچینې زیاته کړې چې له مړه شوو ۵۵ کسان له ۵۰ کلونو زیات او پاتې نورو یې له ۵۰ کلونو کم عمرونه درلودل.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تر ۱۹ کلنو پورې ۷۷ ښځې او ۸۵ نارینه پر کرونا اخته شوي، له شلو تر ۲۹ کلونو پورې ۴۵۸ نارینه او ۱۹۵ ښځې پر کرونا اخته شوي، دغه راز له دېرشو تر ۳۹ کلونو پورې ۴۸۲ نارینه او ۱۲۱ ښځې ناروغه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، له ۴۰ تر ۴۹ کلونو پورې ۳۰۶ نارینه او ۱۱۰ ښځې ناروغ شوي، له ۵۰ تر ۵۹ کلونو پورې ۲۱۷ نارینه او ۷۸ ښځې ناروغه شوي دي.

دغه راز له ۶۰ تر ۶۹ کلونو پورې ۱۲۶ نارینه او ۴۸ ښځې، له ۷۰ تر ۷۹ کلونو پورې ۳۲ نارینه او ۱۶ ښځې ناروغ شوي دي، له ۸۰ تر ۸۹ کلونو پورې ۲۰ نارینه او ۷ ښځې ناروغ شوي دي.

د پرون ورځې پورې ارقامو ته په کتو له مړه شوو ۸۵ کسانو ۱۲ ښځې او پاتې نارینه وو، په مړو کې ۵۱ یې تر ۵۰ کلونو ډېر عمرونه درلودل.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوسمهال په هېواد کې ۳۰زره د ټسټ کیټونه شته دي، دا په د اسې حال کې ده چې ټوله نړۍ د کیټونو له کمښت سره مخ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې دغه کمښت تر ډېره بریده کم کړي.

login or register a new account.