کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغانو دوه پر دې برخه یې له ۵۰ کلونو کم عمرونه لري.
د کرونا ناروغي چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې له چین څخه خپره شوه، اوس د نړۍ نږدې ۲۰۰ هېوادونو ته رسېدلې، په ټوله نړۍ کې څه باندې درې نیم میلیونه کسان پرې اخته، دوه نیم سوه زره ترې مړه او شاوخوا ۱۲ لکه بېرته رغېدلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (د غویي ۱۵مه) اعلان وکړ چې تر اوسه په هېواد کې ۲۸۵۸ کسان پر کرونا اخته، ۹۰ تنه مړه او ۳۹۷ کسان بیرته روغ شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه اته روغتیايی کارکوونکي له کرونا مړه شوي او ۲۵۸ کسان نور پرې اخته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې له مړه شوو ۷۲ یې داسې وو چې د زړه، شکرې، فشار او نورې ناروغۍ یې لرلې.
سرچینې زیاته کړې چې له مړه شوو ۵۵ کسان له ۵۰ کلونو زیات او پاتې نورو یې له ۵۰ کلونو کم عمرونه درلودل.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تر ۱۹ کلنو پورې ۷۷ ښځې او ۸۵ نارینه پر کرونا اخته شوي، له شلو تر ۲۹ کلونو پورې ۴۵۸ نارینه او ۱۹۵ ښځې پر کرونا اخته شوي، دغه راز له دېرشو تر ۳۹ کلونو پورې ۴۸۲ نارینه او ۱۲۱ ښځې ناروغه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، له ۴۰ تر ۴۹ کلونو پورې ۳۰۶ نارینه او ۱۱۰ ښځې ناروغ شوي، له ۵۰ تر ۵۹ کلونو پورې ۲۱۷ نارینه او ۷۸ ښځې ناروغه شوي دي.
دغه راز له ۶۰ تر ۶۹ کلونو پورې ۱۲۶ نارینه او ۴۸ ښځې، له ۷۰ تر ۷۹ کلونو پورې ۳۲ نارینه او ۱۶ ښځې ناروغ شوي دي، له ۸۰ تر ۸۹ کلونو پورې ۲۰ نارینه او ۷ ښځې ناروغ شوي دي.
د پرون ورځې پورې ارقامو ته په کتو له مړه شوو ۸۵ کسانو ۱۲ ښځې او پاتې نارینه وو، په مړو کې ۵۱ یې تر ۵۰ کلونو ډېر عمرونه درلودل.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوسمهال په هېواد کې ۳۰زره د ټسټ کیټونه شته دي، دا په د اسې حال کې ده چې ټوله نړۍ د کیټونو له کمښت سره مخ ده.
د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې دغه کمښت تر ډېره بریده کم کړي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې کابل تر ټولو زیات ځپل شوی، ورپسې هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې ناروغان او مړي ډېر دي.
د کرونا په اړه اندېښنې
د ملګرو ملتونو دغه دفتر ویلي چې په افغانستان کې د کرونا په اړه د اندېښنې وړ موضوعات له پاکستان او ایران څخه تګ راتګ، د ټسټونو د ظرفیت کموالی، د روغتیایي کارکوونکو لپاره د وقایوي توکو کمښت، سېلابونه او له نورو هېوادونو سره هوایي الوتنې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وایي چې په افغانستان کې د کرونا زیاتېدو اندېښنې زیاتې دي؛ ځکه چې په نیمروز کې د میلاک بندر د سوداګرۍ او عادي خلکو لپاره پرانستی دی، دغه راز د هرات اسلام کلا بند، دواړو لوریو ته پرانستی دی.
سرچینې زیاته کړې، له پاکستان سره هم لارې پخوا بندې وې، خو اوس به محدود ډول پرانستي دي. ، دغه راز له تاجکستان، ترکمنستانم او ازبیکستان سره سرحدونه د سوداګرۍ لپاره پرانستې دي .
په افغانستان کې د کرونا له ناروغانو ۶۵۲ ښځې او شاوخوا ۲۲۰۰ نارینه دي، له ښځو ناروغانو ۵۰۰ تر ۵۰ کلونو کم عمر لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له نارینه مړه شوو ۲۴ تر ۵۰ کلونو کم او ۳۲ یې تر ۵۰ کلونو زیات عمرونه درلودل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










